1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له هند سره سوداګري: طالبانو کوم وړاندیزونه کړي؟

جاويد اختر | بريښنا صابر
۱۴۰۴ آذر ۴, سه‌شنبه

په داسې حال چې له پاکستان سره تجارتي لارې بندې دي او ديپلوماتيک واټن مخ پر زياتیدو دی، په افغانستان کې واکمنو طالبانو له هند سره د دوه اړخیز تجارت، پانګونې او سفارتي اړيکو د پراخولو وړاندیز کړی دی.

https://p.dw.com/p/54DHK
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدين عزیزي
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزير الحاج نورالدين عزيزي، وويل چې افغانستان له هند سره «کاروبار ته پرانيستی» دیانځور: ANI

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير الحاج نورالدين عزیزي، د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د نومبر ۲۴) په نوي ډيلي کې د تجارتي سازمونو د اتحادیې «ايسوچيم» له لوري په جوړه شوې يوه غونډه کې د وينا پر مهال وويل چې حکومت یې چمتو دی هندي سوداګرو او صنعت کارانو ته د پام وړ تخفیفونه ورکړي.  

نوموړي له هند سره په دوه اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او په سفارتي اړيکو کې د پام وړ پراخوالي هيله څرګنده کړه ویې ویل: «افغانستان کې ډېر ستر فرصت موجود دی. تاسې به هلته له ډېرې سيالۍ سره مخامخ نه شئ. تاسې به د تعرفو په برخه کې هم ملاتړ ولرئ او موږ به تاسې ته ځمکه هم درکړای شو. په نويو څانګو کې پانګونه کوونکي شرکتونه به د پنځو کلونو له پاره د مالیې له ورکړې څخه استثنی ولري.»

اړونده موضوع: «ډېر ژر به د هند او افغانستان تر منځ د هوايي کارګو خدمات پیل شي»

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د نوي ډيلي حکومت ته د سفارتي تماس د پراخولو وړاندیز په داسې يوه وخت کې کړی دی چې له پاکستان سره د ترينګلتياو له کبله د تجارتي لارو موقتي بندښت دوام لري او ديپلوماتيک واټن پر مخ پر ډيرېدو دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير زياته کړه چې د دې ډول پروژو له پاره د ماشينونو د واردونکو هندي شرکتونو مصارف به کم کړي. د نوموړي په حواله «که چېرې هندي شرکتونه د پانګونې له پاره ماشينونه واردوي نو افغانستان به پرې يوازې يو سلنه تعرفه وضع کړي.»

د خنډونو اعتراف

نورالدين عزیزي، پانګونې ته د هڅونې ترڅنګ پر تلپاتې تجارتي ستونزو هم اعتراف وکړ. نوموړي وويل چې له پاکستان سره ترينګلتيا د افغانستان د صادراتو او د انتقال زنځیر له پاره ځنډونه زيږولي دي.

نوموړي پر هند ټينګار وکړ چې هغه ستونزې دې حل کړي چې د کاروباري توکو په نقل و حرکت کې خنډونه جوړوي. 

عزیزي، د هند د دولتي چارواکو په حضور کې وويل: «موږ د هند او افغانستان ترمنځ د اړيکو پياوړي کول غواړو. ځيني کوچني خنډونه شته چې ټوله پروسه اغیزمنوي لکه د ویزې، هوايي دهلیز، د بانک له لارې د پېسو انتقال. نو له دې کبله د خپل منځي تجارت او پانګې د ښه والي له پاره د دې ستونزو حل کول اړين دي.»

عزیزي، په داسې وخت کې نوي ډيلي ته سفر کړی دی چې همدا څو اوونۍ ترمخه د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي، هم هند ته تللی وو چې دا د ۲۰۲۱م کال راهېسې هند ته د طالبانو د يوه لوړپوړي چارواکي لومړی سفر وو. دې سفرونه ته د نوي ډيلي له لوري له طالبانو سره د اړيکو د باثباته کولو د نوې هڅې په سترګه کتل کيږي.

د بشپړ امنيت ژمنه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير الحاج نورالدين عزيزي، تر دې وروسته له هندي تلویزيون «ان ډي ټي وي» سره د خبرو پر وخت وويل چې افغانستان له هند سره «کاروبار ته پرانيستی» دی او په کابل کې هندي سفارتي کارکوونکو ته بشپړ امنيتي تضمين ورکولو ته تيار دی.

عزيزي، وويل چې حکومت ېې لا دمخه د هند د سفارتي کارمندانو او په افغانستان کې د هند سفارت امنيت په بشپړه توګه نیولی دی. نوموړي زياته کړې: «موږ هیچا ته د امنيت په اړه د ډاډمنيتا د وړاندې کولو پرته بلنه نه ورکوو.»

هند ته د امیر خان متقي سفر او د پاکستان غبرګون

هغه په ټينګار سره وويل: «د نن افغانستان له سولې برخمن دی.»

طالبانو د صنعت او سوداګرۍ دې وزیر تائيد کړه چې افغانستان به په يوه میاشت کې هند ته خپل تجارتي آتشه وليږي او دا چې د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د نويو سفيرانو د غوره کولو په اړه خبرې اترې د پرمختګ په حال کې دي.

هغه وويل چې د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي، د طالبانو کابينې ته هغه ته په هند کې د شوي «تاوده هرکلي» او د سفارتي حضور د پراخولو په تړاو مذاکراتو په اړه معلومات ورکړي دي. 

«موږ وينې نه، سوله غواړو»

د هند تر ولکې لاندې کشمير په پهلګام او د نوي ډیلي لال کلا ته نږدې شويو بريدونو په هکله د پوښتنو په ځواب کې عزیزي، وويل چې د دې پېښو په اړه يې يوازې په سرسري توګه اوريدلي، خو نوموړي له هند سره د افغانستان د «سوله ایزو اړيکو» درلودو هيله يو ځل بيا تکرار کړه.

هغه وويل: «موږ پنځوس کاله ستونزې ليدلي دي. موږ نه غواړو چې نور د وينې يو څاڅکې هم وبهيږي.»

عزیزي، وويل چې هند ته یې دا سفر د «تجارت له پاره د نويو لارو د لټولو» په موخه کړی دی. نوموړي هیله څرګنده کړه چې دا تازه سفارتي پرمختګ به د خدای په فضل د ټولو مشکلاتو حل ولري.

اړونده موضوع: له پاکستان سره د سوداګرۍ ځنډول؛ طالبانو هند ته هيئت لېږلی

عزیزي، د هند د بهرنيو چارو وزير ډاکتر اس جی شنکر، او د سوداګرۍ وزير پيوش ګویل، ته رسمي بلنه ورکړه چې د راتلونکي کال په جون يا جولای میاشت کې دې، کله چې ژمی تیر شي، افغانستان ته سفر وکړي.

نوموړي پر هندي خبريالانو ټینګار وکړ چې افغانستان ته سفر وکړي او «د افغانانو او افغانستان د خصوصي سيکتور کيسه نړۍ ته ورسوي.»