په زابل کي د مسافرو پر موټر ماين چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۰, دوشنبهد زابل ولايت مرستيال والي عنايت الله هوتک د دويچه ويله سيمه ايز خبريال ته ويلي دي چي پېښه د ښهرصفا ولسوالۍ د خواجه بابا په سیمه کي د میرویس نیکه ترانسپورت پر ۴۰۴ موټر د شپې پر ۲ بجې رامنځته سوې ده.
هغه وويل چي په دې چاودنه کي ۱۰ کسان وژل سوي او ۴۱ نور ټپیان سوي دي. د هغه په قول، ټپیان اکثره د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته انتقال سوي دي.
د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کي یوه ډاکټر د نوم نه ښولو په شرط دويچه ويله ته وویل چې تراوسه ۲۷ ټپیان او یو جسد ور وړل سوی دی.
هغه زياته کړه: »د پيښي مړي په زابل مرکزي روغتون کي پراته دي او موږ ته تراوسه ۲۷ ټپیان او یو جسد، چي پر لاري يې سا ورکړې ده رارسیدلي دي.«
د زابل او کندهار عام خلک په جګړه کي له ښکېلو غاړو جدي غوښتنه کوي چي د ملکي وګړو ژوند ته دي پاملرنه وکړي.
د زابل مرکز کلات یو تن اوسیدونکی دین محمد او د کندهار ښار یو دوکاندار توریالی وايي چي د دغي وروستۍ پيښي قربانیان د کوچني اختر لمانځلو له پاره کورونو ته را روان ول چي په سرو وینو ولړل سول او کورنۍ يې د غم پر ټغر کښېنستلې.
دین محمد وايي: »دا خو نه خدای او نه رسول وايي چي بېګناه مسافر په دې فرضه روژه کي په وینو ولمبول سي، موږ سوله غواړو او له دغه روان حالت څخه بیزاره یوو.«
توریالی: »اوس مو تر زړه ویني څاڅي، دا څه حال دی، حکومت او طالبان دي د ملکیانو له وژولو لاس واخلي. دا ماین خامخا یوې ډلي پټ کړی وو چي عام خلک يې په وینو کي لت پت کړل.«
د پيښي د مسؤلیت په اړه تراوسه چا څه نه دي ویلي. دا لومړی وار نه دی، تر دې وړاندي هم د کابل کندهار او نورو لویو لارو کي د مسافرو پر موټرو د سړک د غاړي ماینونه چاودلي چي ټول قربانیان يې عام ولسي خلک وو.
محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار