«د سولې پر خبرو سربیره په افغانستان کې په زرونو قربانیان»
۱۳۹۹ اسفند ۵, سهشنبهتیرکال د سولې خبرو اترو له پیلیدو وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) د تلفاتو په اړه د ارقامو ثبتول پیل کړل. یوناما له هغه وخت راهیسې د نومبر میاشت تر ټولو خونړۍ بللې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي نمائندګۍ (Unama) د هغه کلني رپوټ پر بنسټ چې د سه شنبې (د فبرورۍ ۲۳ نیټه) په ورځ یې خپور کړی دی، په مجموع کې په ۲۰۲۰م کال کې تر هغې د یوه کال مخکې په پرتله د ملکي تلفاتو شمیر ټیټ شوی دی.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبورا لایونز وویل: «۲۰۲۰م کال کیدای شوای په افغانستان کې د امن کال وای، خو د دې پرځای په زرګونو ملکي افغانان په شخړو کې ووژل شول.»
یوناما په ۲۰۲۰م کال کې د افغانستان په شخړه کې په مجموع کې د ۳۰۳۵ تنو ملکیانو وژل کیدل او ۵۷۸۵ تنو نورو ټپي کیدل ثبت کړي دي. دا شمیرې د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۱۵ سلنه کمښت ښيي.
له ۲۰۱۳م کال راهیسې د لومړي ځل له پاره یو وار بیا د ملکي قربانیانو شمیر تر ۱۰ زرو را ټیټ شوی دی. ورته مهال د ملګرو ملتونو ماموریت د لوموړي ځل له پاره د کال د دریمې ربع په پرتله په څلورمه ربع کې د تاوتریخوالي زیاتیدل ثبت کړي دي.
په تیرو کلونو کې به د شخړې دواړو اړخونو د ژمي په موسم کې پوځي عملیات را کمول. په افغانستان کې وسله وال طالبان د افغان حکومت سره په جګړه کې دي. سربیره پر دې له تیرو څو کلونو راهیسې داعش ډله هم فعاله ده.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز