1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاگون له افغانستانه د امريکايي عسکرو وتل تائید کړل

۱۳۹۹ آبان ۲۸, چهارشنبه

د امريکا د دفاع وزارت ويلي دي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې له افغانستان څخه دوه زره او له عراقه ۵۰۰ عسکر وباسي. تر دې دمخه د ناټو عمومي منشي له افغانستان څخه په چټکۍ سره د عسکرو د ايستلو څخه خبرداری ور کړی وو.

https://p.dw.com/p/3lTU9
Afghanistan 2017 | Operation Resolute Support | US-Armee
انځور: picture-alliance/AP Photo/Operation Resolute Support Headquarters/Sgt. Justin T. Updegraff

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت يا پنتاگون د سه شنبې په ورځ ويلي دي چې ولسمشر دونالد ترمپ غواړي د خپلي دورې تر پوره کيدو مخکي په افغانستان او عراق کې د امريکایي عسکرو شمير را کم کړي.

د امريکا د دفاع وزير کرستوفر میلر ويلي دي چې د جنورۍ مياشتې تر ۱۵ نيټې پورې به له افغانستان څخه ۲۰۰۰ او له عراق څخه ۵۰۰ عسکر را وايستل شي. له دې سره په هر يوه هيواد کې ۲۵۰۰ امريکايي عسکر پاته شي.

میلر چې ولسمشر ترمپ تېره اوونۍ د دفاع د پخواني وزير مارک ايسپر پر ځای وټاکه، وويل: «دا کار [د عسکرو اخراج] زموږ له ټاکل شويو طرحو او ستراتيژيکو اهدافو سره سمون لري چې د امريکايي ولس له ملاتړه برخمنې دي او د امريکا د سياست او يا په اهدافو کې د بدلون په معنا نه دي.»

ترمپ چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې د جو بايدن په مقابل کې ماته خوړلې ده او له سپينې ماڼۍ ووځي، مخکې یې ويلي ول چې د کرسمس تر مخه به له دواوړ هيوادونو، عراق او افغانستان څخه خپل ټول عسکر راوباسي.

د ناټو دريځ څه دی؟

تر دې دمخه د سه شنبې په ورځ د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرگ له افغانستان څخه د عسکرو په چټکه توگه د ايستلو په اړه خبرداری ورکړی وو او ويلي یې ول چې «له افغانستانه ژر وتل او يا په غير منظم ډول وتل به ډېر گران تمام شي.»

ستولتنبرگ ويلي ول چي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د ژر وتلو په صورت کي به دغه هيواد «يو وار بيا د نړيوالو تروريستانو په ځاله بدل شي. او داعش کيدای شي په سوريه او عراق کي له لاسه وتلی خلافت په افغانستان کي جوړ کړي».

Washington Präsident Trump | PK Impfstrategie
ولسمشر دونالد ترمپ غواړي د واک څخه د لاس پر سر کيدو د مخه خپل عسکر را وغواړيانځور: MANDEL NGAN/AFP

دمگړۍ په افغاسنتسان کې له ۳۰ هيوادونو څخه کابو ۱۲۰۰۰ عسکر ميشت دي. هغوی د افغانستان د امنيتي ځواکونو د مشاورت او د روزنې په برخې کې د مرستې دنده لري.

د روان ميلادي کال په فيبرورۍ مياشت کې په قطر کې امريکا متحده ایالات او وسله وال طالبان يوه تړون ته ورسېدل. د دې تړون له مخې بايد له افغانستانه د امريکايي عسکرو وتل پيل شي. په تړون کې د امريکايي عسکرو او د متحدينو د وتلو له پاره یې يو ۱۴ مياشتنی پلان ترتيب شوی دی.

په عراق کې د امريکا سفارت ته نزدې راکټي بريدونه

د امريکا د دفاع وزارت تر اعلان سملاسي وروسته، د عراق پوځ د بغداد په «زرغون زون» کې چې کلک امنيت یې نيول کيږي، د څلورو راکټونو د لگېدو خبرو ورکړ.

د پوځ په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه راکټونه د بغدا د ختیځې سيمې څخه فایر شوي دي. په سملاسي توگه چا د دې بريدونو پړه نه ده منلې.

دوو لوړپوړو عراقي چارواکو اسوشيتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چې راکټونه د امريکا له سفارت څخه د ۶۰۰ مترو په واټن کې لگېدلي دي. د دغه توغنديو مخه د سي- آر ای ام دافع هوا سيسټم له خوا چې روان کال امريکا متحده ایالاتو نصب کړي ول، نيول شوې ده.

د چارواکو په حواله په دې بريدونه کې دوه عراقي عسکر ټپي شوي دي.

ب. ص/ ن.ز (AP,dpa, Reuters)