1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پيسو نړيوال صندوق افغانستان سره خپلې بیړنۍ مرستې تمدیدوي

۱۴۰۰ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

د پيسو نړیوال صندوق شپږ میاشتې نور هم د ناورین او بیړنیو مرستو له بودیجې څخه په ځانګړي توګه له بې وزله هیوادونو سره مرسته کوي. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۸ هیوادونو سره د مرستې دریمه برخه یې تصویب کړې ده.

https://p.dw.com/p/3rc6H
IWF Report Logo
انځور: Yuri Gripas/REUTERS

په دې اساس به نو اوس افغانستان، یمن، اتوپیا، تاګو، نجیر او بورکینا فاسو د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر تر نیمایي پورې مالي مرستې او د پورونو په برخه کې اسانتیا ترلاسه کړي.

د کرونا ویروس وبا تر خپریدو لږ وروسته د پيسو نړیوال صندوق (IWF) د ۲۰۲۰م کال په اپریل میاشت کې د مرستي د لومړۍ بستې ورکړې ته لار خلاصه کړه او د هغې په تعقیب یې د همدې کال په اکتوبر میاشت کې د ناورین او بیړنیو مرستو CCRT دویمه برخه هم تصویب کړه.

د پیسو د نړیوال صندوق په خبره نورې مرستې د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر میاشت کې په پام کې نیول شوي دي. پتېیل شوې ده چې په دغو پيسو به په ځانګړي توګه بې وزله هیوادونه د کرونا بحران پر وړاندې په ښه توګه مبارزه وکړي.

د پیسو نړیوال صندوق ویره لري چې کرونا پاندمي به په ځانګړي توګه په بې وزله هیوادونو کې د اقتصادي او ټولنیز درځ رامنځته کیدو سبب شي.

تر ټولو دمخه یو شمیر اروپایي او آسیایي هیوادونو د ناورین او بیړنیو مرستو له پروګرام سره د ۷۷۴ میلیونه ډالرو مرستې د ورکړې ژمنه کړې ده. په مرسته کوونکو کې جاپان، چین، سنګاپور، آلمان، فرانسه، هالنډ، سویس او ناروې هیوادونه شامل دي.

د پيسو د نړیوال صندوق مشري کرستالینا ګیورګیوا وویل، چې اروپایي اتحادیي په مجموع کې ۱۸۳ میلیونه یورو مرسته کړې ده. نوموړي پر نورو هیوادونو هم غږ وکړ چې د اروپایې اتحادیي لاره تعقیب کړي.

د اروپایي اتحادیي کمېسیون په وینا دغه پيسې په مرسته ترلاسه کونکو هیوادونو کې د ښوونې او روزنې او روغتیایې سکتور د پیاوړتیا له پاره د پيوستون یوه نښه ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

ښوونځي په کور کې؛ په خوست کې د تلویزیون له لارې تدریس