1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او تاجيکستان د وارداتي‌ برېښنا نوی تړون لاس لیک کړ

۱۴۰۰ دی ۶, دوشنبه

د برېښنا شرکت په خبره د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د ۲۰۲۲م کال له پاره د وارداتي برېښنا تړون لاسلیک شوی دی. برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د سیاسي تحولاتو پرمهال د برېښنا تړون هم لاسلیک شوی.

https://p.dw.com/p/44rK1
Strommast bei Sonnenuntergang mit Windrädern und Kernkraftwerk
انځور: Fotolia/Thorsten Schier

افغانستان چې تر ډېره پورې پر وراداتي برېښنا تکیه کوي لا هم د برېښنا له پرچاویو، د بیو د لوړوالي او همداراز د برېښنا د ویش له ستونزو سره مخامخ دی. د برېښنا شرکت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې تر مذاکراتو وروسته یې له تاجيکستان سره د راتلونکي میلادي کال له پاره د وارداتي برېښنا تړون لاس لیک کړی دی.

برېښنا شرکت زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د روان کال له جولای میاشتې راهیسې د سیاسي تحولاتو پرمهال هم یو تړون له تاجیکي چارواکو سره لاس لیک شوی دی. برېښنا شرکت ویلي دي: «د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس حافظ محمد امين او ورسره مل پلاوي او د تاجيکستان د برق تاجک شرکت د رئیس اسماعيل زاده او ورسره مل پلاوي ترمنځ د ۲۰۲۲م کال د برق قرارداد لاسليک شو.» برېښنا شرکت د برېښنا د بیې په هکله په خبرپاڼه کې څه نه دي ویلي.

افغانستان چې په خپله هم د اوبو پراخې زیرمې لري، لا هم د برېښنا له کمښت سره مخامخ دی. تر دې وړاندې د پخوانیو حکومتونو په دوران کې د اوبو د مدیریت او برېښنا د تولید له پاره پراخې پانګونې شوې وې او ګڼ شمیر سیمه ایزې پروژې د عملي کیدو په حال کې وې. برېښنا شرکت وايي چې له تاجیکستان سره یې د برېښنا د سترو پروژو په هکله هم خبرې کړي څو د پروژو عملي چارې بیا پيل شي.

د افغانستان برېښنا شرکت پر خپله فسبوک پاڼه په دې هکله لیکلي: «د جانبينو له لوري په همدې مذاکراتو کې د انرژۍ په سکتور کې په هر اړخيزو منطقوي او انکشافي پروژو لکه کاسا ۱۰۰۰ او د نوي ۵۰۰ کیلوواټه لین پر جوړولو باندي مفصل بحثونه درلودل.» برېښنا شرکت وايي چې په نیږدې راتلونکي کې به دغه مذاکرات خپل مثبت نتایج ولري.

د افغانستان د پخواني حکومت تر پرځیدو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، افغانان له ګڼ شمیر اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي. په دې ترڅ کې د افغانستان د سترو اقتصادي پروژو د عملي کولو چارې یا په ټپه ولاړې دي او یا هم کارونه یې په ځنډ او خنډ سره مخ ته ځي.