1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

م.م: داعش د افغانستان په ټولو ولايتونو کي حضور لري

۱۴۰۰ آبان ۲۷, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ويلي دي چې د افغانستان په تقريباً ټولو ولايتونو کې داعش فعال حضور لري.

https://p.dw.com/p/438gS
Bildergalerie IS in Afghanistan
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته ویلي دي: »طالبان چې د اګست میاشتې له نیمایي څخه په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي، ونه توانیدل چې په دغه هیواد کې د داعش د نفوذ د پراخیدو مخه ونیسي.«

د هغه په خبره نوموړې ډله یوازې په څو ولایتونو او پلازمېنې کابل پورې محدوده وه، خو اوس داسې ښکاري چې د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې فعال حضور لري.

د هغو بریدونو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی چې داعش یې مسئولیت پر غاړه اخلي. په ۲۰۲۰م کال کې د دغو بریدونو شمیر ۶۰، په داسې حال کې چې په روان عیسوي کال کې همدا اوس دغه شمیر ۳۳۴ ته رسیدلي دي. لیونز زیاتوي چې نوموړي ډلې په دغه هیواد کې پر شعیه ګانو د خپلو بریدونو لړۍ جاري ساتلې ده.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په وینا تر اوسه پورې د داعش پر وړاندې د طالبانو اقدامات د انديښنې وړ دي، ځکه داسې ښکاري چې دوی بې له محکمې د داعش د شکمنو غړو پر بندي کولو او وژلو حساب کوي: «نړیواله ټولنه باید دې رپوټ ته زیاته پاملرنه وکړي.»

طالبانو د نړیوالو او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان نورې برخې هم تر خپل کنترول لاندې راوستلې. د اګست پر ۱۵ طالبان بې له جګړې او مقاومت څخه کابل ته ننوتل او له هغه وخت راهیسې پر دغه هیواد حکومت کوي.

د افغانستان اردو او پولیس پاشل شوی او د پخواني حکومت کارکوونکي په تېښته کې دي. طالبان چې په ۲۰۱۵م کال کې افغانستان ته د داعش له راتګ څخه وروسته له دغې ډلې سره په جګړه کې دي، له ډیرو ستونزو سره یي مخامخ کړي دي، په ځانګړي توګه د دغه هیواد امنیت یي له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

داعش په تیرو اونیو کې هم یو شمیر بریدونه کړي دي چې ډیره مرګ ژوبله یې اړولې ده، لکه د کندز او کندهار په جوماتونو او همدارنګه په کابل کې پر پوځي روغتون کې له بریدونو څخه یادونه کولی شو.

په کابل کې د پروني بریدونو مسئولیت داعش پر غاړه اخیستی دی

د «اسلامي دولت» ډلې د کابل په شعیه میشته سیمو کې د چهارشنبې ورځې د بمي چاودنو مسئولیت منلی دی. دغه دوې چاودنې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د پلازمېنې کابل په لویدیځ کې رامنځته شوې وې چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او د درو ښځو په ګډون نهه نور ټپیان شوي ول.

مخکې تر دې د داعش خراسان څانګې غړو په کندوز او کندهار ولایتونو کې هم شعیه مذهبه افغانان د خپلو بریدونو هدف ګرځولي و. د رویټرز خبري آژانس په حواله د چهارشنبې په ورځ لومړی بم چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی و د کابل په لویدیځ دشت برچي په نقاش سیمه کې وچاودید. او دویمه چاودنه د کابل په دریمه امنیتي حوزه کې رامنځته شوی و چې یو کس پکې وژل شوی او نهه ټپیان شوي و.

آژآنسونه: ش.ن/ ن.ز