له استرالیايي شرکت سره د کانونو د سروې تړون پرضد اعتراضونه
۱۴۰۰ فروردین ۸, یکشنبهد سوداګرۍ او پانګونې خونې چارسنبالي مشر شفیق الله عطايي نن یکشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ ۲۸مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت د دغه تړون پر بنسټ، به د فورتسکیو شرکت د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د افغانستان کاني زیرمې مطالعه او سروې کړي.
د عطايي په خبره دغه قرارداد یو اړخیز دی چې د افغانستان د خصوصي سکټور جدي اندېښنې یې راپارولي او د هېواد د پانګوالو روحیه یې په جدي توګه زیانمنه کړې ده.
عطايي زیاته کړه: «د افغانستان د خصوصي سکټور غړي د فورتسکیو شرکت سره د شوې هوکړې د شرطونو په اړه لاډير سپیناوی غواړي.»
عطايي وايي، د کانونو او پټرولیم وزارت باید خلکو ته د یاد شرکت د کاري مخینې، په هوکړه لیک کې د عدالت، د اړوند بنسټونو د تایید، چاپيریال ساتنې پلان ته د پاملرنې، سیمه ییزو ګټو، ټولنیزې پراختیا پلان او د نورو ډیرو مواردو په اړه چې د افغانستان د کانونو په قانون کې راغلي، وضاحت ورکړي.
د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس ادعا
د افغانستان خصوصي سکټور داسې مهال له استرالیايي شرکت سره د کاني زیرمو د سروې تړون ضد اعتراض کړی، چې تردې وړاندې د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل له دغه شرکت سره تړون د افغانستان پلورل بللی ؤ.
ښاغلي نبیل ادعا کړې وه چې فورتسکیو یوه دیوالي شوې کمپنۍ ده چې اصلا د چینايانو په واک کې ده.
نبیل چې له فورتسکیو کمپنۍ د لاسلیک شوي تړون انځورونه یې هم پرخپل فیسبوک پاڼه خپاره کړي، ویلي چې حکومت غواړي په هلمند، لوګر، هرات، کابل، بدخشان، تخار او سرپل ولایتونو کې د مس او سرو زرو کانونو د را اېستنې تړون همدغه شرکت ته ورکړي.
دغه راز، په نورستان، کنړ، لغمان، پروان، بدخشان، دایکنډي، هرات، نیمروز، غزني او هلمند ولایتونو کې د لیتیم په څیر د ارزښتمن کانونو قرارداد هم همدغه شرکت ته ورکول کیږي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سره له دې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د تازه اعتراض پروړاندې غبرګون نه دی ښودلی، خو د رحمت الله نبیل څرګندونې او خپاره کړي اسناد یې بې بنسټه بللي وو.
د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې په دې اړه راغلي: «د فورټيسکيو شرکت سره يوازې د معدني ساحو د سروې لپاره تفاهم ليک لاسلیک شوی چې د سروې له ترسره کولو وروسته، د علاقمندۍ په صورت کې به ياد شرکت د قرارداد د ترلاسه کولو لپاره ټولې قانوني پروسې تکميلوي.»
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د افغانستان د کاني زیرمو د سروي او مطالعې په اړه ځیني نور ملي او نړېوال شرکتونه هم لیوالتیا لري، خو نیوکه دا ده چې په دې اړه په چارو کې شفافیت نه تر سترګو کیږي.
د بیلګې په توګه د سرپل د نفت او غاز تړون یو چیني او د لوګر د مس کان تړون د ام سی سی په نوم یوه چینايي شرکت ته له کلونو راهیسې ورکړل شوی، خو هلته د پام وړ کار نه دی شوی.
اسماعیل شاکر – کابل