ولسي جرګې د افغان کابينې ۲۰ وزيران تائيد کړل
۱۳۹۹ آذر ۱۲, چهارشنبهد افغانستان ولسي جرګې نن، چهارشنبه له وړاندې شويو پنځو نوماند وزيرانو څخه درېو ته د تائيد رای ورکړه او د دوو وزيرانو په ګډون د افغانستان بانک سرپرست یې رد کړل. په تائيد شويو وزیرانو کې د عامې روغتيا، سرحدونو او قبايلو چارو او د اقتصاد وزيران شامل دي.
د رد شويو په ډله کې د پوهنې او کليو او پراختيا وزارتونو ته نوماندان او همدا راز د افغانستان بانک سرپرست شامل دي.
د آلمان د خبري آژانس «ډي پي ای» په حواله د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني د غونډې په پای کې وویل: «نن د کابينې غړيو ته د رايو ورکولو پروسه په برياليتوب سره سرته ورسېدله او ولسي جرګې د کابينې اکثريت نوماندانو ته د تائيد رای ورکړه.»
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، له خپل سياسي سيال او شريک ډاکترعبدالله عبدالله سره تر سياسي ترنګلتياو وروسته د اکتوبر مياشتې په پای کې پارلمان ته د خپلې کابينې د ۲۶ غړيو په اړه وړاندیز کړی وو.
په دغه ډله کې ۲۳ وزيران، د استخباراتي ادارې مشر او همدا راز د افغانستسان د مرکزي بانک مشر شامل ول. همدا راز د اساسي قانون د تطبيق د څار کمیسيون غړيتوب ته نوماند هم په دغه ډله کې شامل وو.
په ټوله کې ۲۰ معرفي شوي کسان د ولسي جرګې له خوا تائيد شول. پنځه کسان چې دوې ښځې هم پکې شاملي دي، رد شول. په ټوله کې څلور ښځې چې د وزارتونو سرپرستې وې، د تائيد رای اخيستو ته کانديدې شوي وې چې له هغوی څخه یې دوې رد او دوې تائيد شوې.
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت يوه وياند وويل چې د پاتو کانديدانو اسناد اوس هم د ارزونې په حال کې دي.
د ۲۰۱۹م کال په سپتمبر کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د جنجالونو له کبله د کابينې جوړيدو ډېر وخت ونيو او زياتره وزيرانو تر يوه کال ډېره موده د سرپرستو وزيرانو په توګه خپله دنده پر مخ وړله.