امید دیدار
۱۴۰۰ خرداد ۲۲, شنبهدغه افغان ماشومان په ماتو، خو مضبوتو ګامونو هغه ټولګي ته ځي چې د يوې روښانه راتلونکې له پاره هيلې يې ورسره تړلي دي. څلور کاله مخکې په ننګرهار ولایت کې يوې چاودنې د يو شمیر ماشومانو ژوند واخیست او ډير نور يې ټپیان کړل. دا په هماغه پيښه کې ټپي شوي ماشومان دي. دوی څه پيغام او د خپلې راتلونکې له پاره څه هيلې لري؟