1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

کندز: «د جنازو اعلانونه بیخي ډیر شوي دي»

محمد کریم صالح
۱۴۰۰ خرداد ۲۶, چهارشنبه

د کندز یو شمیر اوسیدونکي وايي چې تر کابل وروسته دا دوهم ولایت دی چې د کرونا دریمې څپې سخت ځپلی. د کندز روغتيايي چارواکي د طبي امکاناتو او پرسونل ډاډ ورکوي خو اندېښنه ښيي چې خلک پر روغتيايي سپارښتنو عمل نه کوي.

https://p.dw.com/p/3v0U9
Afghanistan Kunduz | Covid-19 Behandlung in Kunduz
انځور: Dr. Ihasanullah Fazli/Department of Public Health of Kunduz

د کندز د چاردرې ولسوالۍ اوسیدونکی ۴۶ کلن اجمل پردیس دویچه ويله ته وويل چې هره ورځ يې د کلي په مسجد کې د جنازې شپږ، اووه آن اته اعلانونه اوري: «دا مړي يوازې د چهاردري ولسوالي دي. اکثره يې د کرونا د ناروغۍ دي.» پردیس وايي په ورځ کې ممکن تر شلو پورې کسان مړه شي.

د کندز د علي آباد ولسوالۍ اوسیدونکی او د پوهنتون استاد، محراب الدین حکيمي وايي چې هره ورځ پر فیسبوک د مړو اعلانونه خپریږي. هغه وايي: «پر فیسبوک د جنازو اعلانونه دومره ډیر شوي چې موږ يې له فیسبوکه زړه توري کړي يوو.»

ولي د مړينې پيښې ډيرې دي؟

حکيمي زياتوي، په کندز کې ځکه د کرونا د مرګ و مير پيښې ډیرې دي چې خلک د عامې روغتيا ادارې پر سپارښتنو عمل نه کوي: هغه وايي: «خلک له خپلو ناروغانو سره ډير نژدې تماسونه ساتي. که یو ناروغ ته آکسیجن تیر وي د کورنۍ څو غړي يې ورته شاوخوا راټول وي.همدا دلیل دی چې نن د کورنۍ یو غړی مري سبا يې بل.»

Afghanistan Kunduz | Covid-19 Behandlung in Kunduz
د کندز د عامې روغتیا ریاست وايي چې تازه ورته له تاجکستان څخه اکسیجن رسیدلي ديانځور: Dr. Ihasanullah Fazli/Department of Public Health of Kunduz

د کندز د عامې روغتيا ریاست وايي چې له کرونا سره په مبارزه کې له دوی سره خصوصي سکتور هم په ګډه کار کوي.

په کندز ښار کې د البیروني خصوصي روغتون یو ډاکټر، محمد آصف وايي چې دوی ته کرونايي ناروغان مراجعه کوي خو اندېښنه يې ښکاره کړه چې په دغه ولایت کې زښته ډير خلک په کرونا ويروس اخته شوي دي: هغه دویچه ويله ته وويل: «ديرش او څلويښت فیصده خو واضح خبره، امکان لرې تر دې هم ډير کسان کرونا وي.»

داکټر آصف وايي ډیری وخت ناروغان ډير ناوخته مراجعه کوي. ځینې يې حتی د ځنکدن په وخت کې دوی ته راوړل کيږي. هغه وايي چې هره ورځ يې په کلینک کې کرونايي ناروغان مړه کیږي: «کله په ورځ کې څلور، کله دوه او کله يو ناروغ مړ کيږي.» د ډاکټر آصف په خبره، د قربانيانو ډېر يې د پاخه عمر کسان دي چې د شکرې، زړه او نفس تنګي په څير ناروغۍ لري او یا هغه افراد چې ځان د رواني لحاظه ډير د ویروس تر تاثیر لاندې احساسوي.

آکسیجن

داکټر آصف وویل چې اوس تر ټولو لویه ستونزه آکسیجن ده: «آکسیجن نه پيدا کيږي.»

Afghanistan Kunduz | Covid-19 Behandlung in Kunduz
په کندز ښار کې کويد-۱۹ د تداويي روغتونانځور: Dr. Ihasanullah Fazli/Department of Public Health of Kunduz

خو د کندز د عامې روغتیا رئيس داکټر احسان الله فضلي بیا وايي چې دوی د آکسیجن د کمښت ستونزه لري خو د نشتون ستونزه نه.

فضلي دویچه ويله ته وويل: «همدا نن هم موږ ته له تاجيکستان څخه د ګازو شاوخوا ۱۵۰ بالونونه راورسید. دغه لړۍ به ادامه ولري.» هغه وویل چې د آکسیجن په برخه کې جک موسسه له دوی سره نژدې همکاري لري.

د کندز والي عبدالستار میرزکوال هم د سه شنبې په ورځ پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: «په تعداد د ۳۰۰ بالونه ګاز د شیرخان بندر له طریقه کندز ته ورسیدل.»

له کرونا سره د خلکو بې احتیاطي

د کندز د عامې روغتيا رئیس وايي چې دوی په دغه ولایت کې د کرونا ناروغانو یو سل بستريز روغتون چمتو کړی چې اوس مهال په کې ۵۸ ناروغان بستر دي چې له ډلې يې د ۲۵ ناروغانو وضعيت وخیم دی. هغه وايي د اړتیا په صورت کې د کندز حوزوي روغتون هم د کرونا ناروغان منلی شي. خو ډاکټر فضلي اندېښنه ښکاره کړه چې خلک په روغتيايي سپارښتنو عمل نه کوي او له دې سره به ښايي د ناروغانو شمیر لوړ شي: «په ښار کې د پخوا په څیر ګڼه ګوڼه ده، په همدې حال کې هم ودونه کيږي، خلک پر ځای د دې چې ماسک واغوندي په جیب کې يې ګرځوي.»

Afghanistan Kunduz | Covid-19 Behandlung in Kunduz
د کندز د عامې روغتیا رئیس احسان الله فضليانځور: Dr. Ihasanullah Fazli/Department of Public Health of Kunduz

احسان الله فضلي زیاتوي، کله چې يو ناروغ روغتون ته راوړل کيږي درې څلور پایوازان ورسره وي او دوی له ناروغ سره نژدې تماس کې وي: په داسې حال کې د«نن پايواز، د سبا ناروغ دی.»

رسمي ارقام ښيي چې د کرونا د دریمې څپې له خپریدو راهیسې، په کندز ولایت کې ۲۵ کسان مړه شوي دي. خو عام باور دا دی چې د مړو اصلي ارقام تر دې څو برابره لوړ دي چې ډاکټر فضلي هم دغه خبره نه ردوي: «ډېر ناروغان ټیست نه کوي، دوی په خپلو کورونو کې درملنه کوي يا په خصوصي روغتونونو کې بستر کيږي که دوی مړه کیږي موږ سره نه ثبتيږي.»

خو د کندز د عامې روغتيا رئيس د دې ټولو ترڅنګ وايي چې په مثبتو پيښو کې اوس د مخکې ورځو په پرتله کموالی راغلی دی: «موږ د جون پر ۶مه ۱۲۸ مثتبې پيښې درولودې خو اوس په ورځ کې ۶۰ تر ۷۰ پيښې لرو. خو فضلي په عین وخت کې دا هم وويل «که چیرته د خلکو بې احتياطي همداسې ادامه ولري، نو د پيښو شمیر به فوق العاده لوړ شي.»

محمد کریم صالح/ن.ز.

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال