کندهار: امنيتي ځواکونو نژدې ۲۰۰ پوستې طالبانو ته پريښي
۱۳۹۹ دی ۱۰, چهارشنبهد کندهار والي حیات الله حیات او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت یوه استازي د فرانسې خبري آژانس ته په جلا جلا توګه د دغه خراب وضعيت پخلی وکړ. دوی ويلي دي چې امنيتي ځواکونو، په ځينو مواردو کې د طالبانو له ويري خپلې وسلې غورځولي دي.
خو د دفاع وزارت د دوی څرګندوې رد کړي دي او ټينګار يې کړی دی چې حکومتي ځواکونو په سيمه کې پرمختګونه درولودلي دي. په رپوټ کې د دغه وزارت له قوله په دې اړه نور څه نه دي ويل شوي.
په اکتوبر میاشت کې کله چې په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پيل شول، ورسره جوخت په کندهار کې هره ورځ د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې هم ادامه لري.
د کندهار والي حيات الله حیات د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «افغان امنيتي ځواکونه په ژيړۍ، ميوند، ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو کې له خپلو ۱۹۳ پوستو څخه پر شا شوي دي.»
والي زياته کړه: «د امنيتي ځواکونو اکثره قوماندانان او افسران چې په خپلو دندو کې يې غفلت کړی وو، له دندو اخراج او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.»
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي، هاشم الکوزی او د پولیسو يو افسر هم دغه څرګندوني تائيدوي.
الکوزي وويل: «امنيتي ځواکونو له خپلو اډو څخه په وتلو، خپلې وسلې او مهمات پر ځای پرېښي.»
د ژيړې ولسوالۍ د پولیسو يوه افسر، جان محمد ويلي دي چي په تللو کسانو کې تر ټولو ډير يې سرتيري دي. هغه زیاته کړه: «دوی له جګړې او مقاومت پرته وتلي دي.»
جان محمد دغه راز ادعا وکړه: «طالبانو اوس دغه ټولې وسلې ترلاسه کړي او زموږ پر ضد یې استعمالوي.»
د کندهار والي بيا د دغو ستونزو لامل د امنيتي ځواکونو په منځ کې «کمزورې همغږي» او د پولیسو او امنيتي ځواکونو کمښت بولي.
دلته د کندهار اړوند زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!