له دویچه ویله سره د آزاد خبریال په توګه د کار کولو فرصت
۱۳۹۹ مهر ۹, چهارشنبهاعلان
د دویچه ویله د افغانستان پښتو څانګه په کابل او بلخ (د افغانستان شمالي حوزه) کې دوو ښخینه خبریالانو ته اړتیا لري چې د (Freelance) یا آزاد خبریال په توګه کار وکړي. په شرایطو برابر کسان کولی شي د اکتوبر میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې خپل غوښتنلیکونه راولیږي.
شرایط:
- په خبریالۍ یا اړونده برخه کې حد اقل د لیسانس تر کچې زده کړې
- په پښتو ژبه د مورنۍ ژبې په توګه بشپړ مسلکي تسلط لرل او لږ تر لږه له دري او انګلیسي ژبو سره بلدتیا (په دري او انګلیسي ژبو بشپړ تسلط امتیاز ګڼل کیږي)
- د متن، عکس، غږیز او ویډیويي مطالبو د تولید په برخه کې کافي مهارت
- د ویډیویي مطالبو د ایډیټ له پروګرامونو سره بلدتیا
- د ټولنیزو رسنیو له پاره د مطالبو د تولیدولو وړتیا
- له رسنیو سره د کار لږ تر لږه دوه کلنه تجربه
یادونه: آزاد یا (Freelance) خبریال ثابت معاش نه لري او د خپلو تولید شوو مطالبو په بدل کې حقه الزحمه ترلاسه کوي.
خپل غوښتنلیک او (CV) د afghanistan@dw.com بریښنا لیک ته راواستوئ.
یوازې له هغو متقضایانو سره چې د شرایطو وړ بلل کیږي، د غوراوي بهیر د پروسې د بشپړیدو له پاره تماس نیول کیږي. د غوښتنلیک له استولو وروسته په مکرر ډول له اړیکه نیولو ډډه وکړئ.