خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتريخوالي د لږيدو غوښتنه کړې
۱۳۹۹ آبان ۶, سهشنبهد افغانستان له پاره د امريکا ځانګړي استازې، زلمي خليل زاد ويلي دي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالو ګراف ډير لوړ دی او هره ورځ ډير افغانان په جګړو او چاودونو کې وژل کيږي.
د رويترز خبري آژانس په حواله، خلیلزاد دغه خبره د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۷مه) دوحې ته د خپل پرواز څخه د مخه وکړه. هغه غواړي په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو لورو له پلاو سره وګوري.
خليلزاد په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «له حده ډير افغانان وژل کيږي. د یوه دایمي اوربند د رامنځ ته کيدو له پاره دواړو لورو ته په کار ده چې په تاوتريخوالو کې عاجل کموالی راولي.»
د طالبانو او افغان حکومت د استازو تر منځ د سولې بين الافغاني مذاکرات له سپتمبر میاشتې راهېسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې ادامه لري. خو دغه مذاکرات سست پر مخ ځي. چارواکي خبرداری ورکوی چې په افغانستان کې د تاوتريخوالو ډيريدل به د سولې مذاکراتو اعتبار ته زيان ورسوي کوم چې د برياليو مذاکراتو له پاره اړين دی.
آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.