په هلمند کې هوایي بریدونه چا کړي؟
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبهد افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان دویچه ویله ته وويل چې په اوس وخت کې د هلمند ولایت په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ځمکني او هوايي عملیات د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ترسره کيږي: «ټول هوايي او ځمکني عمليات د افغان امنيتي ځواکونو له خوا طرح، پلان او په خپلواکه او په ډيره دقیقه او موثره توګه اجرا کيږي.» امان زياته کړه: «ټول عملیاتونه چې په هلمند، غزني او بغلان ولایتونو کې ترسره شوي د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا په خپلواکه توګه ترسره شوي دي.»
خو د فرانسې خبري آژانس د عطیق الله له قوله ليکلي دي: «د طالبانو پر ضد د امريکا د هوايي ځواکونو درونو بریدونو، د لښکرګاه پر لور د هغوی [طالبانو] د پرمختګ مخه ونیوله.» نوموړی زیاتوي: «دغه بمبارۍ ډيرې شديدې وې. ما دا ډول بمبارۍ په دا دومره وخت کې نه وې ليدلې.»
د هلمند د ولایتي شورا رئیس، عطاالله افغان د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې طالبانو پر مختګونه کړي ول، خو حکومتي ځواکونو «ځينې سيمې بيرته نيولي دي.»
د امريکا يوه پوځي چارواکي هم منلې چې د حکومتي ځواکونو څخه يې هوايي ملاتړ کړی دی. دغه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې امريکايي ځواکونه د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ «خپلو دقیقو هوايي بريدونو ته» په هلمند او نورو سیمو کې ادامه ورکوي.
خو امان وايي چې په مجموع کې په ټول هیواد کې «زموږ ځواکونه د تروريستي ډلو پر ضد په مستقلانه توګه مبارزه کوي.»
په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر پيل شوی، په هلمند ولایت کې طالبانو د تيرې شنبې ورځې راهیسې سخت بریدونه پيل کړي دي.
افغان چارواکو د هلمند په جګړه کې طالبانو ته درنو تلفاتو د اوښتو ادعاوې کړي دي. دوی وايي چې د هلمند په جګړه کې ېې په لسونو طالب جنګيالي وژلي دي. طالبانو هم ادعا کړې چې په دغې جګړه کې يې يو شمیر افغان ځواکونه يې وژلي دي.
د هلمند د اوسنیو جګړو له کبله په زرونو کورنۍ خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي دي.
د ګلاب شاه په نوم یو کس چې په وروستیو کې له خپلې سیمې بې ځایه شوی نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي: «طالبانو زموږ دروازې راوټکولې او راته وې ویل چې ولاړ شئ. هغوی موږ ته آن د روژه د ماتولو له پاره هم وخت را نه کړ.»
د بې پولو ډاکټرانو يوه نرس ويلي دي چې د هلمند وروستۍ جګړه ډيره خطرناکه ده.
د بشري مرستو سازمان ایمرجنسي د سه شنبې په ورځ ويلي وو چې د دغو جګړو ۱۰۶ ټپیان ورته وروړل شوي دي.
افغان چارواکو ویلي دي چې د لښکرګاه شا او خوا سیمو کې په لسګونو طالبان وژل شوي دي چې د پوستو د نیولو هڅه یې کوله. طالبانو هم د ډیر شمیر افغان امنیتي ځواکونو د وژلو ادعا کړې.
دواړو لوري زیاتره مهال یو بل ته د اوښتې د تلفاتو په هکله له مبالغې کار اخلي.
په تیرو ورځو کې د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د جګړو رپوټونه ورکړل شوي دي.