د اوربند مودې په پای ته رسيدو سره د جګړې پيل
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۶, یکشنبهچارواکي وايي چې د اختر په ورځو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د درې ورځني اوربند له پای ته رسيدو سره سم نن یکشنبه (د می ۱۶مه) وسلوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په اطرافو او نورو سیمو کې له سره جګړه پيل کړې ده.
یوې افغان امنيتي سرچينې او د هلمند يوه ځايي چارواکي د فرانسې خبرې آژانس ته ويلي دي چې د لښکرګاه ښار په اطرافو کې جګړه شوې ده.
د هلمند د ولایتي شورا مشر، عطاالله افغان دغه آژانس ته ويلي دي: «جګړه نن سهار وختي پيل شوه او تر اوسه ادامه لري.» هغه وويل چې طالبانو د لښکرګاه ښار په څنډه کې پر يوې امنيتي پوستې او ځینو ولسواليو کې حملې پيل کړي دي.
د افغانستان په سويل کې د افغان ځواکونو يوه ویاند هم د يکشنبې په ورځ د جګړو بیا پيلیدل منلي دي.
طالبانو پر لښکرګاه ښار باندې له اوربند څخه د مخه لا خپلو حملو ته زور ورکړی وو. دغې ډلې په یاد ولایت کې خپلو حملو ته د می میاشتې له لومړۍ نيټې کله چې په افغانستان کې د ميشتو وروستیو امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ په رسمي توګه پيل شوه، زور ورکړی وو، خو د اختر په درو ورځو کې د اعلان شوې اوربند له مخې دريدلې وه.
په رپوټونو کې د هلمند وروستۍ جګړې ډيرې شديدي ښودل شوي چې له امله يې له زورو ډیرې کورنۍ خپلو کورونو پريښودلو ته اړ شوي دي.
د افغانستان امنيتي ارګانونه تر اختر د مخه ادعا کړې وه چې د هلمند په جګړو کې يې طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.
وسلوالو طالبانو د کمکي اختر په مخ کې اعلان وکړ چې دغه ډله به د اختر په درو ورځو کې د حکومتي ځواکونو پر وړاندې هيڅ ډول تعرضي عملیات نه کوي. دې سره افغان حکومت هم خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې اوربند رعایت کړي. دغه درې ورځنی اوربند تیره شپه پای ته ورسيد.
خو د اوربند پر مهال هم افغانستان د ځینو خونړيو پيښو شاهد وو. د اختر په لومړۍ ورځ په کندهار، غزني او کندز کې بمې چاودنې وشوې چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه یوولس ملکيان ووژل او يو شمیر نور ټپيان شول. د اختر په دوهمه بیا د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د یوه مسجد په منځ کې چاودنه وشوه چې د مسجد د امام په ګډون لږ ۱۲ تنه لمونځ کونکي يې ووژل.
آ./م.ک.ص./ا.ا.