د هلمند د ملي امنيت څارنوالۍ رئيس ووژل شو
۱۳۹۹ اسفند ۱۶, شنبهله کابل څخه د اسوشتيد پریس خبري آژانس په حواله، يوه افغان چارواکي ويلي دي چې د هلمند ولایت د ملي امنيت څارنوالۍ رئیس، سيد محمود آغا باندې د موټربم ځانمرګی بريد شوی دی.
د هلمند د ولايتي شورا رئيس عطاالله افغان وويل چې سید محمود آغا په لښکرګاه ښار کې خپل دفتر ته په لاره وو چې يو بريدګر د هغه د موټرو پر کاروان، د چاوديدونکو موادو ډک موټر سره برید وکړ چې په نتيجه کې ېې نوموړی ووژل شو.
په پيښه کې د محمود آغا يو ساتونکی هم وژل شوی او د دوو ملکيانو په ګډون اته تنه نور ټپیان شوي دي.
اسوشتيد پریس ليکي چې تر دې دمه هيڅ ډلې د دغه برید مسئوليت پر غاړه نه دی اخیستی.
په ورستيو کې د پلازمينې کابل ښار په ګډون د افغانستان په بيلابیلو برخو کې هدفي وژنو، چاودنو او نورو تاوتريخوالو په داسې حال کې زور اخیستی چې هاخوا په قطر کې د طالبانو او حکومت د سولې مذاکراتي ټيمونو تر منځ د سولې خبرې روانې دي.
په وروستيو کې د ځينو بریدونو مسئوليت په سیمه کې د داعش ډلې منلی، خو د اکثرو بریدونو مسئولیت کومه ډله په غاړه نه اخلي. اما افغان حکومت بيا طالبان په دا ډول بریدونو کې پر لاس لرلو تورنوي. طالبانو بيا په اکثرو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
په سويل کې پروت، هلمند، د افغانستان په کچه له کلونو راهیسې د يو ناامنه ولایت په توګه یاديږي چې طالبان په کې نفوذ لري.
ا.پ/م.ک.ص./م.ن.ص.