له افغانستان څخه د جرمني ملاتړ نه باید د عسکرو له وتلو سره پای ته ورسیږي | آلمان او نړۍ | DW | 05.05.2021
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

له افغانستان څخه د جرمني ملاتړ نه باید د عسکرو له وتلو سره پای ته ورسیږي

په جرمني کي سیاستوالو او مدني ټولني ښکاره زیګنال ورکړی دی چي د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته هم په پراختیايي برخه کي دې له افغانستان سره ملاتړ ادامه پیدا کړي. خو دغه ملاتړ به څه ډول تر سره کیږي؟

له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل تیره شنبې ورځ (د می میاشتي اوله) په رسمي ډول پیل سول. د جرمني پوځ غواړي چي حتی د اګست میاشتي تر نیمايي پوري له افغانستان څخه خپل ټول ۱۱۰۰ عسکر راوباسي.

د تاوتریخوالي د ګواښونو پر زیاتیدو سربیره ایا د افغانستان ملاتړي هیوادونه افغانستان یوازي پریږدي؟ د جرمني خارجه وزیر، هایکو ماس تیره اونی په افغانستان کي د خپل سفر پر وخت د دغسي یوه تصور سره مخالفت وکړ. هغه ډاډ ورکړ چي الماني کومکونه به بیا هم ادامه پیدا کړي او جرمني به د افغانانو ترڅنګ د یوه باوري ملګري په حیث پاته سي. ماس همدارانګه وویل چي «که څه هم نظامي ماموریت پای ته رسیږي، «خو موږ په نورو ټولو برخو کي خپلي ګډي همکارۍ ته دوام ورکوو.»

په حقیقت کي هم جرمني او نور غربي هیوادونه کاملأ د دې امکانات لري، چي د افغانستان د راتلونکي پرمختګ سره مرسته وکړي. که څه هم تر تقریبأ ۲۰ کلونو وروسته د ناټو نظامي ماموریت پای ته رسیږي، خو د جرمني په پارلمان کي د اتحادي ګوندونو د فراکسیون وکیل اود خارجي سیاست ویاند، یورګین هارد په نظر دا د یوه لحاظه مثبته اغیزه هم کوي.

هغه له دویچه ویله سره په مرکه کي همدارنګه وویل چې «دا کار هم پر طالبانو او هم پر افغان حکومت باندي فشار ډیروي، چي د سولي په راتلونکو خبرو کي یې پرمختګ رامنځته سی.»

د هغه په خبره پر هغوی باندي د افغانستان د غربي انډیوالانو له خوا هم فشار واردیدلای سي: « مثلأ غربیان کولای سي پر هغوی باندي د اقتصادي ملاتړ د ورکولو له لاري فشار وارد کړي.»

Symbolbild Afghanistan Korruption

افغانستان بیا هم د خارجي هیوادو کومکو ته ضرورت لري

مالي فشار د یوې وسیلې په توګه

یورګین هارد د جرمني د پرمختیايي چارو د وزارت اوسنۍ بودجې ته اشاره کوي او وايي چي د هغه څخه ۳۷۵ ملیونه یورو د افغانستان له پاره ځانګړې سوي دي: « دغه پیسې د هر افغان حکومت لپاره ډیري مهمي دي. له هغې څخه مثلأ د مامورینو معاش ورکول کیږي، مکتبونه او زیربنايي تأسیسات پرې جوړیږي. افغانستان هر ډول کومک ته اړ دی.»

په همدې دلیل به جرمني خپلي مرستي په دې پوري مربوطي کړي، چي تر کومه حده پوري غوښتل سوي اهداف په اینده کي تطبیقیږي: «جرمني د مثال په ډول ښه تعلیم او تربیې او د ښځو د حقوقو ساتلو ته ارزښت ورکوي. جرمني به په راتلونکي کي دغه کومکونه په دې پوري مربوطوي، چي تر کومه حده پوري دغه اهداف تطبیق سوي دي.»

«طالبان داخلي جنګ نه غواړي»

د جرمني کونراد آدیناور بنسټ څخه د کابل د دفتر آمره الینور زینو وايي، چي د افغانستان غربي انډیوالان کولای سي له دغه هیواد څخه په بل ډول سره ملاتړ وکړي. لکه د نورو خارجي مؤسساتو د کارکونکو په څیر د دغه دفتر له کارکونکو هم غوښتل سوي دي، چي د یوې څخه تر دوو اونیو پوري د افغانستان څخه ووزي. هغې د دویچه ویله سره په خبرو کي وویل چي مګر دا د همکارۍ د ختمیدو په معنی نده. د هغې په خبره طالبان کاملأ د یوه سیاسي حل د پیدا کیدو کوښښ کوي او یوازي د دې لاري هغوی په اوږده موده کي کولای سي خپلو دواړو هدفونو ته ورسیږي، یعني د خارجي ځواکونو بشپړ وتل او په حکومت کي برخه اخیستلو ته. هغه زیاتوي که چیري «طالبان هڅه وکړي چې قدرت  د زور له لارې تر لاسه کړي، نو دا ښایي د کورنۍ جګړې سبب شي. طالبان دا هم نه غواړي.»

Afganistan | Protestbewegung in Kabul

په افغانستان کي د تشدد ددوام پرضد د ځوانانو اعتراض

الینور زینو اضافه کوي، چي سربیره پردې طالبان غواړي په بین المللي سطح په رسمیت وپیژندل سي: «هغوی غواړي د یوه دولتي قدرت په حیث او نه د یوې چریکي ډلي په حیث په رسمیت وپیژندل سي. د دې سره سم غربي هیوادونه کولای سي، د افغانستان د عصري کولو د پروسې سره کومک وکړي.»

«د ډیالوګ له پاره ډیر امکانات موجود دي»

د الماني افغاني ښځو د اتحادیې د مشرې نادیه ناشر، په نظر تر یوه حده پوري د خبرو کلتور وختي لا موجود دی. د جرمني دپاره تل دا مهمه ده، چي په افغانستان کي یو اطمیناني او باثباته دولت جوړ سي. د ناشر په خبره، «همدا باید ادمه پیدا کړي. د دې دپاره یو ښه اساس هم موجود دی او هغه دا چي ډیر زیات افغانان لیبراله او معتدله دي.»

نادیې همدارنګه وویل چي د هغې د اتحادیې د ډیرو پروژو څخه په دې پوهیږي، چي په ځینو مشخصو کارونو کي د افغانانو په منځ کي ګډ کار رامنځته کیدلای سي: «زموږ پرنسیپ دا دی چي یوازي په محل کي د خلګو سره کار وکړو، له هغو کسانو سره چي هلته اوسیږي او چیری چي پروژې عملي کیږي. دا کار اعتماد رامنځته کوي، د نارینه وو له خوا هم. هغوی هم زموږ د کار ملاتړ کوي.»

د کونراد آدیناور بنسټ څخه الینور زینو بیا وايي چي د دوی بنسټ د ټولني په سطح د اعتماد رامنځته کولو یوې پروسې څخه ملاتړ کوي. په دې منظور مو یو بې طرفانه او غیر حزبي ډیالوګ رامنځته کړی دی. په هغه کي موږ د ذیدخلو اړخونو نمایندګان پر یوه میز سره کښینوو. مثلأ د ښځو د ګروپونو او دیني ګروپونو د استازو تر منځ خبري رامنځته کیږي.

الینور زینو وايي چي «په اول سر کي دواړه خواوي یو دبل په مقابل کي ډیر ملاحظات لري، خو د خبرو په جریان کي بیا اکثرأ خپلي ګډي علاقه مندۍ سره پیدا کوي.»

د هغې په خبره دواړو خواوو ته معلومیږي، چي هغه بله خوا هم کړیدلې او تکلیف یې لیدل دی. اکثرأ دواړي خواوي احساس کوي، چي د سیاسی پروسې څخه ایستل سوي دي.

لوړه تعلیمي تقاضا او مذهبي چوکاټ

ناشر، تعلیم ته د ډیرو افغانانو تلوسې ته امیدواره ده. هغه وايي چې «دا موږ زموږ د مکتبونو په پروژو کي وینو. په هغه کي ډیر خلګ غواړي خپل کوچنیان شامل کړي. خو موږ ډیر امکانات نه لرو، او ټوله نه سو شاملولای.»

تر ټولو دمخه بیا ښځو ته د خپلو اولادو تعلیم او تربیه ډیره مهمه ده. د ناشر په خبره په دې لار کي هغوی ډیر ریسکونه هم قبلوي. ځکه چي کوچنیان د داسي خطرناکو لارو څخه تیریږي، چي تر اوسه پوري لا کاملأ د ماینونو څخه نه دي پاک سوي. دا ښکاره کوي چي هغوی ته «ښوونه او روزنه څومره مهمه ده.»

د خوشبینۍ او بیري تر منځ

د جرمني په پارلمان کي د اتحادي ګوندونو د فراکسیون د خارجي سیاست ویاند یورګین هارد په مجموع کي افغانستان ته  امیدواره دی. «داسي چي د ښځو له خوا په عامه ژوندانه کي برخه اخیستل تر ډیره حده پوري د  قبول وړ ګرځیدلی دی.»

خو د نادیې ناشر په خبره  بیا پر دغو ټولو تغیراتو سربیره اکثره افغانان په اوس وخت کي د شک او تردید سره مخامخ دي او د نامعلومي ایندې څخه تشویش لري.

نادیه زیاتوي چي «زموږ ټول کارکوونکي بیره لري، چي که بین الافغاني خبري ناکامه سي، نو جنګ به رامنځته سي.» ځکه نو هغوی د ملاتړ او مرستي غوښتنه کوي او وايي: « افغانستان یوازي مه پریږدئ.»