1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بودجې کمښت او د ځینو پراختیايي پروژو د کارونو ځنډېدل

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ مرداد ۲۱, پنجشنبه

د افغانستان په ولسوالیو او ولایتونو کې د سختو جګړو دوام د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې هم په ټپه درولي. دا کومې پروژې دي او د چارو درېدو یې پر خلکو او د سیمو پر ثبات څه اغیز کړی؟

https://p.dw.com/p/3yubH
Afghanistan Eröffnung Kamal Khan Staudamm
انځور: Presidential Press Office of Afghanistan

د رپوټونو له مخې، افغان حکومت له اختیاري بودجې شاوخوا ۴۹ میلیارده افغانۍ کمې کړي، چې له امله یې د هېواد په ډېر شمېر ولایتونو کې د پراختیايي پروژو چارې هم په ټپه درېدلي. ویل کیږي د یوشمېر پروژو چارې  امنیتي او دفاعي سکټور ته د پېسو لېږديدو له امله هم ځنډیدلي.

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي عصمت الله جمرودوال دویچه ویله ته وویل، چې ماليي وزارت د ولسمشر په امر د هغو پروژو پیسې دفاعي سکټور ته لېږدولي چې کارونه یې تر ۵۰ سلنه لږ بشپړ شوي. هغه وويل: «په دې اړه رسمي مکتوب ورکړل شوی او له همدې امله د ډېرو پروژو کار په ټپه درېدلی.»

ښاغلی جمرودوال چې د غزني د ولایتي شورا غړی دی، زیاتوي چې د پروژو د کارونو ځنډېدو له امله د بې وزلی او وزګارتیا کچه نوره هم لوړیږي.

د غزني ډېر شمېر ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي او اوس طالبانو د غزني د مرکز سقوط کولو ادعا هم کړې.

جمرودوال وویل، د وزګارتیا له امله ځوانان د طالبانو او نورو جنګیالیو لېکو ته جذبیږي چې دا هم د هېواد د بې ثباتۍ او د حکومت له واکه د ډېرې جغرافيي د لاسه ورکولو لامل کیدای شي.

ده وویل، د غزني د امنیه قوماندانۍ د جوړولو پروژه چې ټاکل شوې نیږدې ۲۰ جریبه ځمکه کې جوړه شي، د طالبانو د پرمختګ له امله یې چارې په ټپه درېدلي.

ځنډول شوې پروژې

سره له دې چې چارواکي وایي، په ولایتونو کې لاهم د پروژو د تطبیق چارې پرمخ روانې دي، خو ځايي تلویزوني چاینل طلوع نېوز ته سرچینو منلې چې د اوبو د بندونو د لسهاوو پروژو چارې ځنډېدلي.

د افغانستان په زیربنايي پروژو کې د روڼتیا په اړه تازه راپور

په رپوټ کې راغلي چې د کابل د للندر بند جوړولو لپاره ۱۷۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نېول شوې، خو اوس یې د بودجې د کموالي له امله کارونه په ټپه درېدلي.

چارواکي د طالبانو د چټک پرمختګ او د جګړو د پراختیا له امله د مشخصو پراختیايي پروژو پر درېدو څه نه وايي، خو زیاتوي چې د جګړې سره سره یې د پروژو کارونه هم روان دي.

د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې یې د څه باندې ۴.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د دولسو پروژو تړونونه لاسلیک کړي.

 دغه راز د ۱۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۶۸ نورو پروژو پر تدارکاتي پړاوونو کار روان دی.

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال، عبدالقیوم ځاځي، نن پنجشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۱۲مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل: «د ۶۸۴ کیلومتره سړکونو له جملې چې د وزارت له اختیاري بودجې څخه تمویلېږي، په کندهار، روزګان، تخار او لغمان ولایتونو کې د ۱۴۰ کیلومتره سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شوي دي.»

دغه راز د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال وویل د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ټولګټو وزارت د غیر اختیاري پروژو چارې هم دوام لري.

 په دې پروژو کې د اسیا پراختیایي بانک، نړیوال بانک، اسلامي پراختیایي بانک، د سعودي پراختیايي صندوق او د ایټالیې دولت پروژې شاملې دي.

زموږ له آرشيف څخه:

د ناکامورا د پروژو راتلونکي به څه وي؟