يوه ډله افغانان له پاکستانه آلمان ته انتقاليږي
۱۴۰۴ آبان ۲۰, سهشنبه
په المان کې د حکومت له بدلیدو راهیسې دا پنځم ځل دی چې افغانان د منل کیدو پروګرام د ژمنې پر اساس دغه هیواد ته انتقالیږي.
د المان خبري آژانس یوې خبریالې د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه اطلاع ترلاسه کړه ده چې یولس تنه افغان ښځو او نارینه و په یوه ترانزیتي الوتکه کې د المان د هانوور ښار پر لور حرکت کړی دی.
په مجموع کې ۱۹۰۰ افغانان په پاکستان کې المان ته د راتلو په انتظار کې دي. مخکې تر دې د منل کیدو د مختلفو پروګرامونو له مخې له ځانګړي خطر سره مخامخ کسان له افغانستان څخه المان ته انتقال شوي او د دغه هیواد پر مختلفو ښارونو ویشل شوي دي.
د پخواني حکومت پر مهال به دغه کسان په چارتر الوتکو کې انتقالیدل. د المان نوي حکومت د منل کیدو پروګرام درولی دی او ډیر شمیر افغانې کورنۍ له میاشتو او حتی کلونو راهیسې المان ته د انتقالیدو په تمه په اسلام آباد کې د انتظار شپې ورځې تیروي.
د المان ائتلافي حکومت په می میاشت کې له ځانګړي خطر سره د مخامخ افغانانو د منل کیدو پروګرام ودراوه.
د الماني پوځ او موسیسو د پخوانیو سیمه ایزو همکارانو ترڅنګ المان باید هغه افغانان او کورنۍ یې دغه هیواد ته انتقال کړي وای، چې د طالبانو له خوا د تعقیب یا زورولو له خطر سره مخامخ دي. د بیلګې په توګه ژورنالیستان او هغه کسان چې د بشري حقونو د دفاع له پاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی دی.
دا چې د منل کیدو پروګرام د درول کیدو سربیره هم یو شمیر اغیزمنو شوو کسانو د المان ویزې ترلاسه کړې ده، علت یې په المان کې قانوني اقدامات یعنې شکایتونه دي چې دوی دې المان ته انتقال شي. د کابل لفت بروکه «KabulLuftbrücke» په نامه سازمان په دې برخه کې د اغیزمنو شوو کسانو ملاتړ کوي.
د هغو کسانو په منځ کې چې د المان حکومت د منل کیدو پروګرام له مخې یې المان ته د راتګ ژمنه ترلاسه کړې ده، شاوخوا ۲۲۰ کسان یې د الماني ځواکونو سیمه ایز همکاران دي، ۶۰ یې هغه کسان دي چې نومونه یې «د بشري حقونو په لیست» کې دي، شاوخوا ۶۰۰ یې د ارتباطي پول او شاوخوا ۱۰۰۰ تنه یې د افغانستان له پاره د المان حکومت د منلو پروګرام په لیست کې شامل دي.
د المان حکومت دغو کسانو ته (چې د المان د حکومت له خوا یې د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې ده) د هیواد نه پریښودو په بدل کې د پيسو وړاندیز کړی و. خو یو شمیر اغیزمنو افغانانو بیا د المان صدراعظم فریدریش میرڅ ته په یوه لیک کې چې د المان خبري آژانس په لاس ورغلی دی ویلي دي: «موږ اکثرو د خپل ژوند ارزښتناکه کلونونه ستاسې په څنګ کې تیر کړي دي. موږ مهم متحدین، ملګري، کمپاین کوونکي او دوستان وو. کله چې یو څوک هڅه کوي چې د خپل امنیت او حتی ځینو له پاره د خپل ژوند په بدل کې د پيسو اخیستلو ته مجبوره کوي، دا موږ ډیر زیات خواشینې کوي.»