1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضااروپا

له جرمني څخه د افغان مهاجرو پلان سوی اخراج وځنډید

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۴, سه‌شنبه

د جرمني د کورنیو چارو وزات ویلي دي چي د یوې بلي ډلي افغان مهاجرو اخراج، چي همدا اونی پلان سوی وو ځنډیدلی دی. مهاجر پلوه سازمانونه د نا امنیو د ډیریدو له کبله افغانستان ته د اخراجونو بندیدل غواړي.

https://p.dw.com/p/3svQo
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ (د می میاشتي دریمه) ویلي دي، چي د اخراجي افغانانو د یوې ډلي پرواز چي نن سه شنبې ته پلان سوی وو، ځنډیدلی دی.

هغه د دغو افغان مهاجرو د اخراج دلیل د افغانستان د مسؤلو ادارو تدارکاتي محدودیتونه وباله. په خبره یې افغان چارواکو ته د می میاشتي له اولي څخه تر شپږمي پوري د اخراجیدونکو افغانان سپارل ممکن نه دي. خو هغه ټینګار وکړ، چي افغانستان ته د پناه غوښتونکو د اخراج په مسأله کي د دغه وزارت په عمومي قاعده کي تغیر نه راځي.

د کرونا وبا په دلیل تر څو میاشتني توقف وروسته د ۲۰۲۰ م کال د ډسمبر څخه افغانستان ته بیرته اخراجي پروازونه شروع سول. تر هغه راوروسته تقریبأ هره میاشت له جرمني څخه کابل ته یو اخراجي پرواز تر سره کیږي. د ۲۰۱۶ م کال راوروسته جرمني تر اوسه پوري افغانستان ته ۱۰۳۵ نارینه مهاجر اخراج کړي دي.

خو د بشري حقونو او مهاجر پلوه سازمانونه له افغانستان څخه د خارجي قواوو وتلو او ناټو د ماموریت ختمیدلو ته په کتو سره په دغه هیواد کي د امنیتي وضعیت د لا خرابیدو څخه تشویش لري او په همدې دلیل یې د افغان مهاجرو د اخراج توقف غوښتی دی.

د «پروازول» په نامه مهاجر پلوه سازمان تیره جمعه له افغانستان څخه د الماني عسکرو راوتو ته په کتو سره د افغان پناه غوښتونکو د اخراج عاجل بندیدل وغوښتل. دغه سازمان د افغانستان وضعیت ډیر خراب او ناامنه بولي.