کابل ته د پاکستان د پارلمان د مشر سفر ځنډېدو اصلي لامل څه ؤ؟
۱۴۰۰ فروردین ۲۱, شنبهولسي جرګې د نن شنبې ورځې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د اپریل ۱۰مه) عمومي غونډې ته امنیتي، د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر او ملکي هوايي چلند ادارې چارواکي وربللي وو، چې کابل ته د پاکستان پارلمان د مشر سفر لغوه کېدو په تړاؤ د وکېلانو پوښتنې ځواب کړي.
سره له دې چې غونډه د رسنیو له شتون پرته د تړلو دروازو ترشا ترسره شوه، خو یوشمېر وکېلانو د چارواکو ځوابونه د قناعت وړ نه بلل.
چارواکو وکېلانو ته څه ویلي؟
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون مشر میر حیدر افضلي رسنیو ته وویل، چې امنیتي چارواکو د تخنیکي ستونزو سربیره یوشمېر نور لاملونه هم وړاندې کړل، چې لاډېرو څېړنو ته اړتیا لري:«هغه موارد چې هغوی شریک کړل د مجلس قناعت یې ترلاسه نه کړ او پریکړه وشوه چې د ولسي جرګې لخوا یو پلاوی وګومارل شي او دا موارد په جزي توګه وڅېړي.»
یوشمېر وکېلانو د پاکستان پارلمان د مشر اسد قیصر الوتکې کیناستو ته د اجازې نه ورکول د افغاني کلتور او میلمه پالنې د دود خلاف هم وبلل.
ددې جرګې غړي میرافغان صافي په دې اړه وویل: «له بده مرغه هر کار چې وشو، ښه کار ونه شو، میلمه زمونږ کور ته راغی او مونږ باید بیرته نه وای ستون کړای.»
ولسي جرګه وايي، د پاکستان د پارلماني پلاوي د سفر نېټه، د ټولو تابياو، ديپلوماتيکو، تشريفاتي تياريو او اجنډا له مخې د حکومت او امنيتي ادارو سره شريکه شوې وه.
خو امنیتي چارواکو د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر زغاست ليکې (رنوې)، کې د ستونزې په دلیل دغه سفر لغوه کړ.
د حکومت او پارلمان ترمنځ د سیاسي کشمکشونو دوام
هاخوا د چارو یوشمېر کتونکي کابل ته د پاکستان د پارلمان د مشر سفر ځنډېدو ترشا سیاسي لاملونه په ګوته کوي.
سیاسي شنونکي رحمت الله ځلاند دویچه ویله ته وویل: «هغه مالومات چې زه یې لرم، د اسد قیصر الوتکې ته د امرالله صالح په امر د کیناستو اجازه نه ده ورکړل شوې، د ولسي جرګې مشر د راتلونکي حکومت په څرنګوالي له ارګ سره کلک مخالفت لري.»
د مدني ټولنې د فډریشن مشر صدیق منصور انصاري دویچه ویله ته وویل، د یوشمېر لویو ملي مسایلو په اړه د پارلمان د مشر میررحمان رحماني او د ولسمشر غني په دریځونو کې لرې والی سبب شوی چې حکومت کابل ته د پاکستان د پارلمان د مشر سفر لغوه کړي: «اول خو د موقت حکومت موضوع ده، په حکومت کې دننه ډیر کسان موقت حکومت د عمران خان طرحه بولي او میررحمان رحماني څه موده وړاندې د موقت حکومت له طرحي ملاتړ کړی ؤ.»
خو د کورنیو چارو ځای ناستي وزیر حیات الله حیات خبریالانو ته وویل، د سفر لغوه کېدو لامل قصدي او سیاسي نه، بلکې تخنیکي دی: «په هغه ورځ په هوايي ډګر کې ناچاودي مهمات موندل شوي وو، د هغې له امله نیږدې دوه ساته هوايي ډګر تړل شوی، هماغه خبره وه چې نه یواځې د پاکستان د پارلمان د رییس الوتکې ناسته بلکې څلور نورې ناستې هم ځنډول شوې او پنځه نورې الوتنې ځنډول شوې وې.»
دغه جګپوړی افغان چارواکی زیاتوي ښاغلی قیصر یواځې د ولسي جرګې نه، بلکې د افغانستان د ټولو خلکو میلمه ؤ او راتلونکې کې چې راشي ټول به یې درناوی وکړي.
اسماعیل شاکر – کابل