افغان چارواکي: د وېش بازار سيمه مو بيرته نیولې ده
۱۴۰۰ تیر ۲۴, پنجشنبهد رويترز خبري آژانس په حواله وسله والو طالبانو پرون، چهار شنبه د سپين بولدک – چمن سرحدي سيمه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دويمه ستره لاره ده، نيولې وه.
خو د چهار شنبې په ناوخته ماښام په کندهار کې يوه لوړ پوړي چارواکي وويل چې حکومتي ځواکونو د دغه سرحدي ښارګوټي ويش بازار سيمه، د ګمرک ودانۍ او نور دولتي تاسيسات يو څو ساعته وروسته بيرته ونيول.
دغه چارواکي زياته کړه چې امنيتي ځواکونو چې په لومړۍ سر کې د ملکيانو او امنيتي ځواکونو د تلفاتو کچې د ټيټې ساتنې په موخه پر شا شوي ول، وروسته یې په تصفيوي عملياتو لاس پورې کړ.
خو په کندهار کې د دويچه ويله ځايي خبريال وايي د سپين بولدک ولسوالۍ د خلکو په حواله وايي چې د وېش بازار اوس هم د طالبانو په لاس کې دی او د کندهارـ سپين بولدک لويه لار چې پرونه طالبانو بنده کړې وه، نن سهار بيرته د خلکو پرمخ پرانيستل شوې ده.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد هم ويلي دي چې جنګيالي یې اوس هم پر سيمه کنترول لري. هغه زياته کړې: «دا يوازې پروپاګند او د کابل ادارې ادعاوې دي.»
پر سرحد ګډوډي او د پاکستان ويره
پاکستان خپلې خاورې ته د جګړې د پراخيدو له ويرې د سپین بولدک – چمن سرحدي لاره د تجارت او هر ډول تګ راتګ له پاره تړلې ده.
نن، پنجشنبه (د جولای ۱۵ نېټه) پاکستاني چارواکو ويلي دي چې سرحدي ساتونکو د هغو په سلونو کسانو د شړلو له پاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخيستی دی چې له سرحده د تیريدو هڅه ېې کوله او غوښتل یې افغانستان ته واوړي.
په چمن سرحدي سيمه کې يوه امنيتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، وويل: «نن سهار کابو ۴۰۰ پارېدلو مسافرو هڅه وکړه چې په زور له سرحده واوړي. هغوی د ډبرو ګوزارونه وکړل چې په نتيجه کې يې سرحدي ځواکونه د اوښکې بهوونکي ګاز پاشلو ته مبجور شول.»
خو په چمن کې د جمعه داد خان په نوم يوه لوړ پوړي دولتي چارواکي وويل چې اوس «وضعيت تر کنترول» لاندې دی.
د سپين – بولدک چمن لارې له بلوچستان څخه چېرې چې د اټکلونو پر اساس له لسیزو راهيسې د وسله والو طالبانو مشرتابه ده، د جنګيالو يو نامعلوم شمير په منظم ډول افغانستان ته داخليږي څو هلته د طالبانو ليکې پياوړي کړي.
ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP)