1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهامریکا متحده ایالات

ولي د امريکايي ځواکونو افغان همکار په امریکا کي بندي دی؟

۱۴۰۱ بهمن ۳, دوشنبه

يو افغان سرتيری چې له امریکايي قواوو سره د همکارۍ اسناد هم ورسره دي پر قاچاقي لارو امریکا ته رسېدلی. خو هغه اوس هلته بندي دي دی. آیا د هغه د پناه غوښتنه به قبوله شي؟

https://p.dw.com/p/4MZYb
USA Afghanistan Soldat Verhaftung Abdul Wasi Safi
انځور: David J. Phillip/AP Photo/picture alliance

عبدالواسع صافي د امریکا په موخه خپل غیرقانوني سفر له برازیل څخه پیل کړ. هغه بلاخره له امریکا سره د مکسیکو په سرحد کې پولیسو ونیو.

صافی د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي قواوو په بېړه وتلو او پر افغانستان د طالبانو په بیاواکمنيدو، د طالبانو د مجازاتو له وېرې له افغانستان ووت. هغه هیله مند وو چې د امریکا له پوځ سره د عسکرۍ اسناد به ېې د پناه غوښتنې په قضیه کې مرسته وکړي.

طالبانو د بهرنیو ځواکونو د همکارانو کورنۍ محکمې ته ورغوښتي

هغه دغه اسناد د خپل ټول سفر پرمهال چې له ځنګلو، لويو سيندونو او وهلو او ټکولو تېر شوی، له لاسه نه دي ورکړي. خو د مکسیکو له سرحده په اوښتو، د تګزاس ایالت ایګل پاس ته نژدې د غيرقانوني مهاجرت په تور ونیول شو.

اوس دغه افغان سرتيری، د تګزاس ایالت په ایدن زندان کې بندي دی او د پناه غوښتنې له رد کېدو څخه ویره لري.

د صافي ورور، مدافع وکيلان، پوځي بنسټونو او دوه ګوندي وکیلان د دغه سرتيري د خلاصون له پاره کار کوي. دغه خلک په دې باور دي چې د عبدالواسع داستان، له افغانستانه د امريکايي قواو د په بېړه وتلو اغېز دی، په ځانګړې توګه د هغو افغانانو له پاره چې د امریکا متحده ایالاتو سره ېې مرسته کړې، خو په آخر کې يوازې پرېښودل شوي دي.

د عبدالواسع صافي ورور، سميع الله صافی وايي: «هغه تمه درلوده چې په جنوبي سرحد کې به د خپلو اسنادو په ښکاره کولو سره له تود هرکلي سره مخ او د کړو خدمتونو ستاینه به يې وشي. د همدې له پاره ېې په هر ډول شرایطو کې دغه اسناد ساتلي دي.»

افغانستان ته د هغه بېرته ستنېدل، کیدای شي د هغه د ژوند په بیه تمام شي. د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر اساس، طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د پخواني حکومت تر ۱۰۰ ډير پوځي چارواکي او امنيتي ځواکونه وژلي دي.

د عبدالواسع صافي د وکيلانو له ډلې یوه هم جنیفر سروانټس ده. هغه وايي: «که صادقانه وويل شي، دغه ډول رفتار له هغو افرادو سره چې زموږ د هیواد له محافظت سره ېې مرسته کړې، شرمناکه ده.»

له افغانستانه د امریکايي قواوو تر وتلو وروسته، واسع پټ ژوند کاوه او يو وخت وتوانيد چې د برازیل ويزه ترلاسه او په ۲۰۲۲م کال کې برازيل ته سفر وکړي.
له افغانستانه د امریکايي قواوو تر وتلو وروسته، واسع پټ ژوند کاوه او يو وخت وتوانيد چې د برازیل ويزه ترلاسه او په ۲۰۲۲م کال کې برازيل ته سفر وکړي. انځور: David J. Phillip/AP Photo/picture alliance

د عبدالواسع صافي ورور، سميع الله صافی وايي: «عبدالواسع صافی چې ۲۷ کلن دی د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو د استخباراتو یو افسر وو چې تروريستانو په اړه ېې د امریکا متحده ایالاتو ځواکونو ته معلومات ورکول.»

د هغه ورور، سمیع الله صافي له ۲۰۱۰م کال څخه امریکايي قواو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی دی. هغه په همدې دلیل د امریکا د مهاجرت وېزې په شرایطو برابر وپېژندل شو چې په نتیجه کې ېې په ۲۰۱۵م کال کې د امريکا هیوستون ته ولاړ. خو دا چې واسع صافی د امریکا مستقیم کارمند نه وو په دغو شرایطو برابر ونه ګڼل شو او په افغانستان کې پاتې شو.

له افغانستانه د امریکايي قواوو تر وتلو وروسته، واسع پټ ژوند کاوه او يو وخت وتوانيد چې د برازیل ويزه ترلاسه او په ۲۰۲۲م کال کې برازيل ته سفر وکړي. خو پر هغه سربېره ېې د ناامنۍ احساس کاوه. واسع او نور مهاجر هلته د بانډونو له خوا لوټ او ووهل او وټکول شول.

واسع د ۲۰۲۲م کال په دوبي کې د امریکا په مقصد خپل سفر پیل کړ. نوموړي د «دارین ګاپ» له لوی سیند او د کولمبیا او پانامه تر منځ له ستر ځنګله څخه د اوښتو پر وخت خپل اسناد په خپل بيګ کې ساتل او په خپل سر ېې لیږدول تر څو لامده نه شي.

د ورور په خبره ېې، کله چې د ګواتيمالا پولیسو له هغه څخه د بډو اخیستو په موخه د هغه بيګ واخیست، واسع د پولیسو ټول وهل او ټکول وزغمل او خپل اسناد ېې له هغوي څخه بېرته واخیستل. هغه د لارو په اوږدو کې د وهلو ټکولو له کبله د خپل ښي غوږ اوريدل او د مخکيني غاښ روغتيا هم له لاسه ورکړې ده.

آلمان ته د ډيرو افغان ترجمانانو د تگ غوښتنليکونه رد سوي دي

زاخاري فرتيتا د واسع د جنايي وکيلانو څخه یو دی. هغه وويل چې واسع د نیول کېدو پر مهال هم لازم روغتيايي مراقبتونه نه دي ترلاسه کړي. د هغه د آزادېدو په صورت کې، د هغه د درملنې له پاره یو خیریه صندوق جوړ شوی دی.

سميع الله صافي همدارنګه ويلي دي چې ورور ېې تر نيول کېدو وروسته ناهيلی شوی دی، ځکه هغه اسناد چې هغه فکر کاوه هغه ته نجات ورکوي، بې ارزښته شوي ول.

خو فرتيتا په دې باور دی چې «دغه اسناد په وضاحت سره د هغه متحدتوب ثابتوي چې هغه زموږ ځواکونو له خوا روزل شوی او زموږ ځواکونو سره ېې کار کړی دی.»

د متحده ایالاتو او هیوستون ديموکراټې استازې، شیلا جکسون لي، هم په یوه ليک کې د امریکا له جمهور رئيس جو بایدن څخه غوښتي تر څو د واسع د غیرقانوني سفر جرم وبخښي.

دغې امریکايي چارواکې ويلي دي چې د واسع اسناد ښيي چې «هغه دغه هیواد خوښېده او حاضر وو چې دغه هیواد له پاره خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

په دغو ورځو کې چې د واسع د پناه غوښتنې درخواست اروزل کیږي، په کانګرس کې د تګزاس او فلوريدا جمهوري غوښتونکو استازو له شلو ډيرو پخوانيو سرتيرو سره په ګډه د واسع د خلاصون غوښتنه کړې ده.

سپېنې ماڼۍ په دې ارتباط د جمعې په ورځ څه ونه ويل او اړوندې پوښتنې ېې د عدلېې، ګمرکاتو او له سرحدونو څخه د محافظت ادارو ته راجع کړي دي. د امریکا په غرب او د تګزاس څارنوالۍ دفتر چې دغه دوسیه مخته وړي، تر اوسه ېې ایمیل ته ځواب نه دی ورکړي.

د پنټاګون ویاند، جنرال پاتریک ريدر، هم د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وويل چې نه شي کولی د دغې دوسېې په هکله نظر ورکړي. خو هغه زیاته کړه چې «دفاع وزارت د خپل هیواد د افغان متحدانو هر ډول مناسبت ملاتړ کوي.»

بل لور ته د واسع جنايي وکيل، فرتيتا، په دې باور دی چې د واسع جنايي قضیه باید د هغه د پناه غوښتنې درخواست له څېړنې څخه مخکې حل شي. هغه هیله مند دی چې په دغه تصمیم کې کوم محکومیت کې شامل نه وي، کوم چې کولی شي د پناه غوښتنې درخواست له خطر سره مخ کړي.

نژدې ۷۶ زره افغانان چې په افغانستان کې ېې امریکايي قواوو سره د ژباړونکو یا همکارانو په توګه کار کاوه، له افغانستانه د امریکايي قواوو د وتلو پر مهال او وروسته د دغه هیواد په پوځي الوتکو کې امریکا ته انتقال شول.

وروسته له هغې چې د امریکا کانګریس ونه توانيد چې د «افغان تعديل قانون» په نوم پیشنهادي قانون تصویب کړي، په امریکا کې د دغو افغانانو وضعیت نامشخص يا بې برخلیکه پاته دی. دغو افغانانو ته دوه کلنې موقتي ويزې ورکړل شوې وې چې په راروان اګست کې ېې وخت پای ته رسيږي.

فرتيتا په دې آند دی چې د عبدالواسع قضیه به «د مهاجرت مات سیستم» په امریکا او «افغان متحدانو ته ېې په مرسته کې ناکامي» برجسته کړي. هغه زیاتوي: «تاسو هغه ټول زموږ په سرحد کې یو ځای لري او حل کول به ېې ډیر سخت وي.»

خو سمیع الله صافی وايي چې هغه به هیله مند پاته شي: «زه هیله مند یم چې ولسمشر جو بایدن او هغه کسان چې په دغه دوسیه کې اقتدار لري ګام پورته او د هغه ژوند وژغوري. هغه دغه هیواد له پاره ډېرې سرښندنې کړي دي.

دويچه ویله دري/م.ک.ص./ن.ز.