1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کيک يوه ټوته په زرونو ډالرو ليلام شوې

۱۴۰۰ مرداد ۲۱, پنجشنبه

د بريتایې د شهزاده چارلس او شهزادګۍ ديانا د واده د کيک يوه ټوټه د ېوې ليلامۍ په ترڅ کې په دوه نيم زره ډالر پلورل شوې ده. د کيک دا ټوټه چې څلويښت کاله پخوانۍ ده، ډېر خلک یې اخيستو ته ليوال ول.

https://p.dw.com/p/3ysdq
Prinz Charles, Prinzessin Dianas Hochzeitstorte wird für 2.558 US-Dollar verkauft
انځور: Claire Hayhurst/PA Wir/empics/picture alliance

د شاهي کورنۍ سره علاقه لرونکي يوه کس پرون، چهار شنبه د اګست مياشتې ۱۱ نيټه د دوه زره ۶۶۵ ډالرو په ادا کولو سره د دې تاريخي کيک يوه ټوټه ترلاسه کړه. دا کیک د بريتانیا د شهزاده چارلس او د شهزادګۍ ديانا د واده دی. هغوی په ۱۹۸۱م کال کې په لندن کې سره واده کړی وو.

څلور لسیزې زړې د کيک پر دې ټوټې د شاهي پوځي لباس او وسلو عکسونه جوړ شوي دي. د کیک دا ټوټه د اټکل شوې بيې درې چنده ګرانه خرڅه شوه. د شاهي يادګاري توکو د ليلامۍ او پلور ماهر دومینک ونتر وويل چې له ټولې نړۍ څخه په دې ليلامۍ کې شاملو کسان هڅه وکړه چې د بادامو د حلوه څخه جوړ شوی دا کيک ترلاسه کړي.

کيک د خوړو له پاره نه دی

د ليلامۍ په ترڅ کې د بريتانيا د ګیري ليوتن په نامه وګړي د کيک دا ټوټه ترلاسه کړه. ګيري ځان د شاهي کورنۍ پلوي بولي. هغه وايي چې دا کيک به هم د شاهي کورنۍ د هغو يادګاري توکو برخه شي چې ده راټول کړي دي.

هغه وويل: «زه غواړم چې دا د خپل جایداد برخه وګرځوم چې زما تر مړينې وورسته بايد خيرات شي. خو زه اوس بايد داسې څه وکړم چې ځان د دغه کیک له خوړولو ايسار کړای شم.»

د کیک د دومره زړې ټوټې حالت ښه دی خو بيا یې هم د نه خوړولو لارښوونه کړې شوې ده.

Prinz Charles, Prinzessin Dianas Hochzeitstorte wird für 2.558 US-Dollar verkauft
انځور: Claire Hayhurst/PA Wir/empics/picture alliance

دومينک ونتر ليلام خونې سره تړاو لرونکي کرس البري وويل چې «کيک ظاهراً په هغه حالت کې دی څرنګه چې په لومړي سر کې پلورل شوی وو خو زموږ مشوره داده چې له خوړولو یې بايد ډډه وشي.»

خوږه تحفه

د شهزادګۍ ديانا د واده د کيک دا ټوټه په اصل کې د موريا سمت په نوم يوې ښځې ته ورکړل شوې وه چې د ملکې د مور په کور کې یې کار وه. کله چې هغه مړه شوه نو کورنۍ یې دا کيک په کابو ۱۴۰۰ ډالرو وپلوره. کوم کس چې دا کیک اخيستي وو اوس هغه دا په دويم ځل ليلامۍ ته وړاندې کړی وو.

ويل کیږي چې د شهزاده چارلس او شهزادګۍ ديانا د واده کيک به بيا بيا ليلام کیږي، په داسې حال کې چې هغوی په ۱۹۹۶م کال کې جلا شوي ول. تېر کال هم د هغوی د واده د کيک يوه بله ستره ټوټه په ۲۲۴۰ ډالرو پلورل شوی وه.

ب. ص/ ک. ص (AP, AFP)

زموږ له آرشيف څخه: