1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپين بولدک او چمن ښارګوټي ترمنځ تړلې دروازه پرانیستل سوه

۱۳۹۹ مرداد ۳۱, جمعه

د کندهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسئول جمال ناصر بارکزي رسنيو ته ويلي دي چي د سپين بولدک ولسوالۍ او چمن ښارگوټي ترمنځ تړلې دروازه پرانيستل سوه. دغه کار د دواړو هيوادونو د کمیساریو د هوکړي له مخي سوی دی.

https://p.dw.com/p/3hIkN
Grenze Afghanistan - Pakistan, Chaman | Grenzübertritt
انځور: DW/A. Ghani Kakar

جمال ناصر د جمعې په ورځ دويچه ويله ته وويل چي  د سپين بولدک په سيمه کي د دواړو هيوادونو افغانستان او پاکستان پر پوله پراته اوسیدونکي کولای سي چي د پخوا په څېر د تذکرې او پاکستاني شناخت کارډ په درلودولو سره یوې اوبلي خواته تګ راتګ وکړي.

څه موده مخکي د دغي لاري د بندښت له کبله د عامو وگړو د احتجاج په ترڅ کي له پاکستاني ځواکونو سره اخ و ډب رامنځته او وروسته د دواړو هيوادونو ترمنځ په وسله واله نښته واوښت چي په ترڅ کي يې په سپين بولدک ولسوالۍ کي څو ملکي کسان ووژل سول.

د سپين بولدک او چمن ترمنځ دروازې د پرانيستلو خبر ډير خلک خوشحاله کړي دي. هغه کسان چي له دغي لاري اکثره وخت د ناروغانو د درمنلي، د دوستانو د لیدولو او سوداګریزو اړتیاوو د پوره کولو له پاره پاکستان ته ځي د دغي لاري په خلاصون ډېر خوشحال دي.

عبدالواحد او ګلسیکه د کندهار ښار هغه اوسیدونکي دي چي د یادي لاري د بندېدو له امله يې پرله پسې څو شپې کړي. دوی وايي، غوښتل يې ناروغان کوټي ښار ته د درملني له پاره بوزي، خو د لاري بندیدو ستونزي ورته پيدا کړي وې چي اوس به حل سي.

کندهار امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان په دې اړه له خبریالانو سره په خبرو کي ویلي دي چي د ډيورند کرښي دواړو خواته د پرتو وروڼو په منځ کي جلاوالی امکان نه لري.

قومندان، د یادی لاري د دایمي خلاصون په موخه د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر جدي اقداماتو څخه هم یادونه او هرکلی وکړ.

ده په دې وروستیو کي د یادي دروازې د خلاصون په موخه د چمن د خلکو هڅي او قربانۍ هم وستایلې.

د سپين بولدک او چمن تر منځ لار له تیرو۶ میاشتو راهیسي د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په پلمه د پاکستاني لوري له خوا تړل سوې وه.

د دغي لويي لاري د نه خلاصون په غبرګون کي د عامو وگړو تر احتجاج وروسته د لوی اختر په شپه د دواړو هیوادونو د امنيتي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته هم وشوه، چي د راپورونو پر اساس پکښې تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

عام خلک د یادي لاري د خلاصون قدردانی کوي. پر دغه لار هره ورځ ترلس زره زیات مسافر یوې او بلي خواته تګ راتګ کوي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/کندهار