1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: ۵۴ بې وزله هيوادونه د قرضې عاجلې معافۍ ته اړ دي

۱۴۰۱ مهر ۱۹, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ وويل چي د نړۍ تر نيمايي زيات بې وزله نفوس لرونکي ۵۴ هيوادونه د قرضو معافۍ ته اړي دي.

https://p.dw.com/p/4I2GS
د ملگرو ملتونو د پراختيايي پروگرام مشر، آخيم شټاينر
د ملگرو ملتونو د پراختيايي پروگرام مشر، آخيم شټاينرانځور: Kyodo/IMAGO

د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام يا UNDP په خپل تازه راپور کي ليکلي دي چي په لسونو په اقتصادي توګه د پرمختګ په حال کي هيوادونه له سختو اقتصادي بحرانونو سره لاس او ګرېوان دي. د راپور په وينا که له دغو هيوادونو سره د بحران څخه د راوتلو له پاره پر وخت مرستي ونسي نو پايلي به يې ډيري جدي وي.

د راپور له مخي حد اقل ۵۴ هيوادونه بې له ځنډه عاجلو مرستو ته اړتيا لري او په عملي توګه يې جاري بحران د لا ژورېدو په حال کي دی. په وينا يې په دغو هيوادونو کي د فقر تر کچې د لا زياتو انسانانو د لوېدو ګواښ موجود دی.

له IMF څخه قرضه؛ باجوه له امریکا مرسته غوښتې ده

زياته سوې ده چي په دغو هیوادونو کي د چاپيريال ساتنې په برخه کي پانګونې ته ډېره زياته اړتيا سته. د ملګرو ملتونو د يادې ادارې په وينا د دغو هيوادونو وضعه له دې کبله هم د اندېښنې وړ ده چي «دا د اقليم له بدلون څخه تر ټولو زيات متاثره سوي هيوادونه» دي.

د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام په داسي حال کي خپل دغه راپور خپور کړ ی دی چي په واشنګټن کي د نړيوال وجهي صندوق، د نړيوال بانک او په همدې شان د جي شل هيوادونو د وزيرانو غونډې پېلېدونکي دي.

د ملګرو ملتونو د يادي ادارې رئيس آخيم شټاينر، ژورناليستانو ته ويلي دي: «د تکراري خبرداريو باوجود تر اوسه ډېر لږ څه سوي دي او ګواښونه د زياتېدو په حال کي دي.» هغه دا څرګندوني په ژنيو کي وکړې.

کوچني پورونه يوازي د پرمختيايي هيوادو له پاره نه دي

د شټاينر په وينا په يادو هيوادونو کي بحرانونو مخ د لا جدي کېدو په هکال کي دي او ښايي د دغو هيوادونو بحران نړيواله بڼه خپله کړي. د هغه په وينا دغه مقروض هيوادونه په اقتصادي توګه تر سختو فشارونو لاندي دي او ورته ناممکنه ده چي پر خپل وخت قرضې بېرته ادا کړي يا نوو مالي منابعو ته لاسرسی پيدا کړي.

د شته معلوماتو له مخي له ۵۴ هيوادونو څخه ۴۶ هيوادونه داسي دي چي په مجموعي توګه يې په ۲۰۲۰م کال لا ۷۸۲ ميليارده ډالره قرضې لرلې. په دغو هيوادونو کي ارجنټاين، اوکراين او وينيزويلا د يادو ټولو قرضو دريمه برخه پوروړي دي.

آ./ا.ا./ن.ز.