1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيم لک کسانو په آلمان کي بيا د پناه غوښتنه کړې ده

۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزارت وايي چي په يونان کي تقريبا پنځوس زرو قبول شوو مهاجرو په آلمان کي له سره د پناه غوښتنه کړې ده. پکښي اکثريت يې افغانان، سوريايان او عراقيان بلل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4EvBD
Symbolbild Migration Deutschland
د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د آلمان د فدرالي ادارې بامف د دفتر لوحهانځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopres/picture alliance

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د يوې پوښتني په ځواب کې ويلي دي چې د روان ۲۰۲۲ عيسوي کال تر جون مياشتي تر پای پورې په ټوليزه توګه ۴۹۸۴۱ کسانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. ياد شمير هغه کسان ياد شوي دي چي تر مخه په يونان کي قبول شوي دي خو په آلمان کې يې د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره ځانګړې فدرالي ادارې بامف څخه په اروپا کي د محافظت غوښتنه کړېده.

د کورنيو چارو وزارت ياد معلومات د «وېلټ ام زونټاګ» ورځپاڼې د يو سوال په ځواب کې ورکړي دي. په ځواب کي زياته شوې ده چي په آلمان کي د ياد شمېر هغو کسانو د پناه غوښتنې دوسيې څو مياشتي پروسې ته نه وې اچول شوي، کومو چې تر مخه لا په يونان کې قبولي لرلې وه. خو دغه دوسيې بېرته رابرسېره کړل شوي او پروسې ته اچول شوي دي. زياته شوې چي له دغو دوسيو څخه د روان کال په نيمه برخه کي تقريبا ۱۵۰۰۰ دوسيې څېړل شوي او ورباندي فيصله شوېده. په دغو دوسيو کي و ۸۸ فيصد کسانو ته په آلمان کي د محافظت قبولي ورکړل شوېده. له دغو کسانو څخه اکثريت يې له سوريې، افغانستان او عراق څخه دي.

د اروپايي اتحاديې د قوانيو له مخې هغه کسان چې په يونان کې يې قبولي ترلاسه کړې وي، هغوی اجازه لري چي د دغې اتحاديې په نورو غړو هيوادونو کي تر ۹۰ ورځو پوري سفر وکړي. د آلمان محکمو پرېکړي وکړې چي له يونان څخه راغلي پناه غوښتونکي چي په آلمان کي د پناه غوښتنه کوي، اجازه نشته چي بېرته يونان ته ولېږدول شي. د آلماني محکمو استدلال دا ؤ چي ګواکي په يونان کي د دغو مهاجرو له پاره په کافي اندازه سوسيال يا ټولنيزي مرستې او ملاتړ موجود نه دی. خو د دې اجازه نشته چي د اروپايي اتحاديې په يو هيواد کي د محافظت غوښتلو وروسته په بل غړي هيواد کي بيا د پناه غوښتنه وشي. په دې ترڅ کي امنيتي چارواکي له «غيرمنظم ثانوي مهاجرت» څخه خبره کوي.

په عين حال کې د يونان حکومت غوښتنه کړې ده چي مهاجرو ته دي اجازه ورکړل شي چي په ټوله اروپا کي حرکت وکولای شي. د مهاجرت د چارو له پاره د يونان وزير نوتيس ميتاراچي و ورځپاڼي ته ويلي دي: «کله چي څوک په اروپا کي پناه تر لاسه کړي، نو هغه ولي په جفرافيايي توګه تر يو هيواد پوري محدود وي؟» د نوموړي په وينا د اوکراين څخه راغلو کسانو له پاره اروپا وتوانېده چي د اروپا پر سطحه د محافظت ساحه پيدا کړي. هغه د پناه غوښتنې د يو داسي نظام غوښتنه وکړه چي د ټولې اروپايي اتحاديې لپاره وي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.