د کورني حيواناتو لس مشهور آلماني نومونه
د خپل کورني ژوي له پاره چې ښه ملگری هم بلل کیږي، یو نوم څرنگه غوره کړو؟ په آلمان کې د کورني ژويو له پاره لس مشهور نومونه دلته ذکر شوي:
لونا
په المان کې د کورني حیواناتو د ثبت مرکزي دفتر Tasso e.V د يولسو ميليونو حیواناتو ډيټا يا معلومات لري. د دې دفتر په حواله په ۲۰۲۲م کال کې په آلمان کې د کورنيو ژويو تر ټولو مشهور نوم لونا وو. Tasso په کلني ډول د کورني حیواناتو او سپو تر ټولو مشهور نومونه خپروي. لونا له يوې لسیزې راهيسې د غوره نومونو په سر کې دی. په لاتین کې د لونا کلمه د سپوږمۍ معني ورکوي.
میمي
په آلمان کې پېشوګانې د خوښي وړ کورني حیوانات دي او میمي چې په فرانسوي کې د «اصلي» معني لري، ښځینه پېشوګانې ورباندې نومول کېږي. د ژویو پېژوندکو د متخصصینو د مرکزي اتحادیې «انټیج شریبر» د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې په ټول المان کې ۳۴،۷ ميلیون کورني حيواناتو شتون درلود چې له ډلې یې شاخوا ۱۶،۷ میلیونه پېشوګانې وې.
ناله، سیمبا او بالو
دا نومونه څه مشترکات لري؟ دا ټول د انیمشن ډیزني فلمونو د کرکټرونو نومونه دي. سمبا او ناله «لاين کينگ» فلم څخه دي، او بالو د «ځنګل کتاب» کې د خرس نوم دی. د Tasso په وینا، لوکي، د مارول کرکټر نوم چې د نارینه پیشوګانو لپاره یې شهرت ترلاسه کړی او ډیر خلک خپل دغه ملګري د دې اتل په نوم نوموي.
روکي
د کورني حیواناتو د نوم په اړه د پريکړې پر وخت د هغه د شخصیت په هکله هرو مرو فکر وکړئ. راکي د آلمان په کورونو کې د پیشوګانو لپاره مشهور نوم دی. روکي د سلویسټر سټالون له فلم څخه دی.
برونو
د سپي داسې نوم کارول عام دی چې یو یا دوه سیلابونه ولري او لنډ وي. په برلین کې د سپيو د دوګابل له مرکز څخه جوانا نورزینسکا وايي، د سپي نومول دا تضمین نه کوي چې یو سپی به په اوتومات ډول ستاسو غوښتنې ته ځواب ووایی: «هغه څه چې تاسو سپي ته ورزده کوئ هغه څه دي چې دوی یې اوري. د برونو په نوم غږ کول اسانه دی که تاسو خپل سپي ته «دلته بیرته راشه» سره بیرته راستنیدل زده کړئ، دوی به هم ورته غبرګون وښيي.»
فېندوس
د نارینه پیشوګانو لپاره فیندوس یو مشهور نوم دی او د سويډن د کیسو د يوه کتاب څخه اخيستل شوی دی. یاده کېسه د یو زوړ سړي د یوې مضرې پېشو په اړه ده او د ۱۹۵۰ په لسیزه کې دا کتاب په ۵۵ ژبو ترجمه شوی وو. دا کتاب په المان کې په ځانګړي توګه د خلکو ډېر خوښ شو او د آلمان او سويدني انيميشن تلویزيوني سيريال په توگه هم جوړ شوی وو.
ایما
د ښځینه سپو يو ډېر عام نوم ايما دی. دا له يوه آلماني نوم څخه اخيستل شوی دی چې معنا یې نړيوال ده. د انساني نومونو نورې بیلګې چې د کورني حیواناتو نوموولو لپاره ځانګړي شوي ایمي، مایا او فریدا دي. د وین له پوهنتون څخه ارنسټ ابیل وايي: «سپيو او پیشوګانو ته په پنجره کې د بندي شویو څارویو په پرتله د انسان نومونو ورکولو رواج ډیر دی.»
لکي
انګلیسي کلمې لکه «لکي او بډي» هم په المان کې د سپیانو نومولو لپاره غوره کېږي. سپي په بیلابیلو کلتورونو کې د چانس او بخت نومونو باندې نومول کېږي، د« the Wag Walking dog walking website» د معلوماتو له مخې په فارسي کې سپي د بهروز په نوم نومول کېږي چې معني یې ښه بخت دی او فیلکس په لاتین کې چې د خوشبخته او خوشحاله معني لري.
شتڅ
لکه د انسانو په څېر کورني حیوانات هم لقبونه لري. «Schatz» چې په لفظي توګه د ګران/ګرانې معنی لري، ښايي د ماشومانو، مینانو او البته د څارویو لپاره د مینې تر ټولو عامه المانۍ اصطلاح وي. تاسو به د ځایی خلکو له خوا د ځینو څارویو او انسانانو له پاره د « Süßer» نوم هم اوريدلی وي چې په انګلیسي کې cutie یا sweetie او په پښتو کې «خوږ» ژباړل کیږي.
هوپ يا هيله
په المان کې د پلټني او ژغورني یو سپی د «Hope» په نوم نومول شوی. دا سپی د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې د ترکیې، ګازیانټیپ ښار ته ورسېد ترڅو د دغه هېواد په سویل کې له مرګونې زلزلې څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو په موندلو کې مرسته وکړي. دې زلزله د پولې په اوږدو کې د سوریې هېواد ډېره برخه هم ویجاړه کړې وه. «Hope» په المان کې د پلټنې او ژغورني د نړیوالې ډلې غړی دی او دا کورنی حیوان ډېره مهمه دنده لري.