1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۲۰۱۱ کال په افغانستان څرنګه تیر شو

۱۳۹۰ دی ۹, جمعه

په دغه کال کې افغانستان د پیښو له هسکو او ژورو سره مخامخ ؤ. د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د بهیر پیل، د پارلمان پرانستل، د لویه جرګه او د افغانستان په هکله د بن نړیوال کنفرانس د دی کال د سترو لاس ته راوړنو څخه دي.

https://p.dw.com/p/13boE
۲۰۱۱ کال په افغانستان کې د ډیرو مهمو پیښو شاهد وو.
۲۰۱۱ کال په افغانستان کې د ډیرو مهمو پیښو شاهد وو.انځور: DW

دا په داسې حال کې ده چې ناخوال امنیتي وضعیت، د مخورو لوړپوړو کسانو وژل کیدل او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې زیاتوالی په افغانستان کې د حالاتو خرابوالی ښیې. په ۲۰۱۱ کال کې افغانستان د لاندینیو مهمو پیښو شاهد وو:

جمعه د وری یا حمل ۱۲/ د اپریل لومړی


د یو امریکایي مسیحي ملا له خوا د قرآنکریم د سوځولو پر ضد د احتجاج په توګه په مزار شریف کې په زرګونو مظاهره کونکو د ملګرو ملتو په دفتر باندې هجوم وکړ او د هغه سازمان اته تنه کار کونکي یې ووژل.

دوشنبه د غوایي یا ثور ۵/ د اپریل ۲۵

پنځه سوه طالبان د کندهار له یوه زندان څخه د یوه تونل په کیندو سره وتښتیدل. په تښتیدلو زندانیانو کې د طالبانو ځینې قوماندانان هم شامل ول.

دوشنبه د غوایي یا ثور ۱۲/ د می دوهمه

د القاعدې د شبکې مشر، اسامه بن لادن، د پاکستان پلازمینې ته نژدې د امریکایی کوماندوګانو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو. ولسمشر کرزي دغه پیښه په پاکستان کې د تروریزم د ریښو د شتون ثبوت وګڼله.

یکشنبه د غوایي یا ثور ۱۸/ د می ۸

طالبانو پر کندهار یو ډله ایز برید وکړ. د دغه برید په ترڅ کې د طالبانو او د امنیتی ځواکونو ترمنځ دوه ورځې جګړه روانه وه.
د دغې جګړې په پایله کې ۲۲ تنه ووژل شول او ۵۰ تنه نور ټپیان شول.

سه شنبه د غبرګولي یا جوزا ۷/ د می ۲۸

طالبانو د کابل په انترکانیننتل هوتل برید وکړ. د دې برید په پایله کې لس تنه ووژل شول. د حملې په وخت کې په نوموړي هوتل کې د افغانستان د والیانو او سیمه ایزو لوړپوړو چارواکو یوه غونډه روانه وه. په دغې غونډې کې د افغانستان د امنیت د لیږد پر بهیر خبرې کیدې.

دو شنبه د غبرګولي یا جوزا ۱۶/ د جون ۵

د بامیانو د ولایتي شورا ریس، جواد ضحاک، د طالبانو په یوه برید کې ووژل شو.

شنبه د چنګاښ یا سرطان ۷/ د جون ۲۸

د افغانستان په شمال کې د پولیسو عمومي قوماندان، جنرال داؤد داؤد، په یوې چادونه کې ووژل شو. وروسته له هغې چې نوموړي دغه دنده پر غاړه واخیستله په یو لړ پراخو عملیاتو یې لاس پورې کړ او تر یوې زیاتې کچې یې په سیمه کې امن بیرته ټینګ کړ.

سه شنبه د چنګاښ یا سرطان ۲۱/ د جولای ۱۲

د ولسمشر حامد کرزی ورورو، احمد ولي کرزی، په کندهار کې ووژل شو. د پلټنو له مخې هغه د خپل یو محافظ، سردار محمد، لخوا چې ور سره یې نژدې قومي اړیکې هم درلودې ووژل شو.

یکشنبه د چنګاښ یا سرطان ۲۶/ د جولای ۱۷

د بامیانو له امن لرونکي ولایت څخه د امنیتي مسولیت د لیږدولو پروسه پیل شوه. په دې ترتیب سره نو د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو امینت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

شنبه د وږي یا سنبلی ۱۲/ د سپتمبر ۳

د پارلماني ټاکنو پر سر ورسوته له ۷ میاشتو کش او کړب څخه حکومت بالاخره نهه تنه معترض استلازي چې د ټاکنو د کمیسیون له خوا ګټونکي اعلان شوي ول، په زور د پارلمان تالار ته راوستل. د افغانستان پارلمان د حکومت دا اقدام د پارلماني کودتا په نامه یاد کړ.

سه شنبه د وږي یا سنبلې ۲۹/ د سپتمبر ۲۰

د افغانستان د سولې د عالی شورا ریس، برهان الدین رباني، په یوه ځانمرګي برید کې په خپل کور کې ووژل شو. ځانمرګي برید کونکي له حملې څخه مخکې څو ورځي د سولی د عالي شورا په میلمستون کې تیرې کړې وې. د افغانستان حکومت وویل چې د دې حملې لپاره دغه سړۍ د پاکستان په کویټه کې روزل شوی وو.

یکشنبه د تلي یا میزان ۳/ د سپتمبر ۲۵

د کنړ ولایتي چارواکو د افغانستان پر سرحدي سیمو باندې د پاکستان له خوا د توغندیو د بریدونو خبر ورکړ. دغو حملو څو ورځې دوام وکړ. خو ولسمشر کرزي دا نه منله چې پاکستان دې په داسې حملو لاس پورې کړی وي او هغه یې یواځې د رسنیو تبلیغات ګڼل.

چهار شنبه د تلي یا میزیان ۱۳/د اکتوبر ۵

افغانستان او هند یو خپلمنځۍ ستراتیژیک تړون لاس لیک کړ. د دغه تړون د لاس لیک کولو په وخت کې ولسمشر کرزي وویل چې هند د افغانستان دوست او پاکستان د هغه ورور دی.

شنبه د لړم یا عقرب ۲۸/ د نومبر ۱۹

د افغانستان دودایزې لویې جرګې وروسته  له څلور ورځو خپل کار پای ته ورساوه. دغې جرګې له امریکا متحده ایالاتو سره د یو پلان شوي ستراتژیک تړون څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

دوشنبه د لیندۍ یا قوس ۱۴/ د  دسمبر ۵

په بن کې د افغانستان نړیوال کنفرانس دایر شو. په دې کنفرانس کې د څه نا څه سلو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د شلو نړیوالو سازمانونو استازو ګډون درلود. په دې کنفرانس کې نړیوالې ټولنې موافقه وکړه چې افغانستان سره تر ۲۰۲۴ کال پورې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې مرسته وکړي.

سه شنبه د لیندۍ یا قوس ۱۵/ د سامبر ۶

یوه ځانمرګي برید کونکي په کابل کې د ابوالفضل په زیارت د عاشورا د لمانځنې په ورځ د ویرکوونکو په منځ کې په حملې لاس پوری کړ. په دې حمله کې ۸۰ تنه ووژل شول. افغان مشرانو په یو غږ سره وویل چی د افغانستان دښمنان نه شې کولای په داسی غیرې انساني حملو سره مذهبي نښتی ولمسوي.

پنجشنبه د مرغومي یا جدي لومړۍ/ دسمبر ۲۲

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر اعلان وکړ چی د بشري حقونو د کمیسیون د درې تنو لوړ پوړو غړو د کار تړون نه تمدیدوي. د حکومت دې پریکړې د مدني ټولنې سخت غبرګون وپاروه.

چهارشنبه د جدي یا مرغومي ۷/ دسمبر ۲۸

د افغانستان د کانونو او صنایعو وزارت د چین له یوه دولتي شرکت سره د آمو دریا د حوزې د نفتو د ایستلو یو تړون لاس لیک کړ. له دې تړون سره افغانستان د ۲۵ کلونو په موده کې اوه ملیارده ډالر د ګټې په توګه ترلاسه کوي.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش