1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې هره ورځ ۲۶ ماشومان د اسهال له کبله مري

۱۳۹۶ آبان ۱۰, چهارشنبه

یونیسف ویلي چې په افغانستان کې هر کال ۹۵۰۰ تر پنځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان د اسهال له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا لومړی ځل دی چې دغه شمیره په کال کې له ۱۰ زرو ټیټه شوې ده.

https://p.dw.com/p/2mrtN
Pakistan Flüchtlinge aus Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

په ټول افغانستان کې هر کال ۸۰ زره تر پنځو کلونو کم عمر لرونکی ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د ۱۲ سلنه مړینو لامل یې اسهال دی.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازې ادیلي خودر، د چهارشنبې په ورځ وویل: «د اسهال له کبله مړینې په ځانګړې توګه ځکه د خواشینې وړ دی چې په ډیرو مواردو کې یې مخه نیول کیدای شي [...] له یو تشنابه استفاده او د لاسونو مینځل په رښتیا چې د ژوند او مرګ خبره ده.»

په افغانستان کې ډیر وخت ماشومان د اسهال په څیر د درمل وړ ناروغۍ ځکه د ماشومانو ژوند اخلي چې د هغوی له ډلې څخه ۱،۲ میلیونه یې لا وختي مناسبو خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

یونیسف ویلي دي چې پاکو اوبو او تشنابونو ته لاس رسی د افغانستان په کلیو او ښارونو کې ډیر اړین دي. په افغانستان کې د یونیسف استازې ټینګار کړی دی چې په دې برخه کې ځایي اوسیدونکي هم مهم نقش لوبولی شي.