1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان: اورلګېدنې په لسګونو پناه غوښتونکي بی سرپناه کړل

۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبه

د یونان په ساموس ټاپو کې د پناه غوښتونکو په یوه کمپ کې د اورلګېدنې له امله ۲۰۰ پناه غوښتونکي بی سرپناه شوي دي. په دې کمپ کې شاوخوا ۷۰۰۰ پناه غوښتونکي ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/3bTJc
Griechenland Ausschreitungen in Migrantenlager auf Samos
انځور: AP Photo/M. Svarnias

د پناه غوښتونکو د نوم ثبتونې په چارو کې د یونان حکومت ځانګړي مامور مانوس لوګوتیتیس، د فرانسی خبري آژانس ته وویل چې د اورلګېدنې په پایله کې شاوخوا ۲۰۰ پناه غوښتونکي بی کوره شوي دي.

تر اوسه پورې د دغې اورلګېدنې له امله د کوم کس د احتمالي ټپي کیدنې او یا زیانمنیدو په اړه خبر نه دی ورکړل شوی. د لوګوتیتیس د څرګندونو پر اساس اورلګېدنه د پناه غوښتونکو ترمنځ د شخړې په پایله کې رامنځته شوې ده.

په دې کمپ کې د پناه غوښتونکو شمیر تر ټاکل شوي ظرفیت څخه څو برابره لوړ دی. په داسې حال کې چې دا کمپ د ۶۵۰ تنو له پاره جوړ شوی وو، اوس په کې شاوخوا ۷۰۰۰ پناه غوښتونکي ژوند کوي.

د یونان حکومت په پام کې لرل چې له دغه کمپ څخه تر ۲۳۰۰ پورې پناه غوښتونکي په ځانګړي توګه ناروغ او د پاخه عمر لرونکي کسان د یونان نورو ښارونو ته انتقال کړي، خو د یونان د حکومت دغه طرحه د کرونا ویروس د وبا له امله وځنډول شوه.

Griechenland Ausschreitungen in Migrantenlager auf Samos
انځور: AP Photo/M. Svarnias

تر اوسه پورې د یونان د ټاپوګانو لسبوس، خیوس، ساموس، لروس او کاس د مهاجرو په کمپونو کې د کرونا پر ویروس د اخته کیدو کومه پيښه نه ده ثبته شوې، خو د یونان په نورو ښارونو کې د پناه غوښتونکو په دوو کمپونو او یو هوټل کې چې د پناه غوښتونکو د ساتنې له پاره ترې کار اخیستل کیږي د کرونا ویرس خپور شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د خیوس په ټاپو کې د پناه غوښتونکو په یوه کمپ کې اورلګېدنې سخت زیان اړولی وو. د دې اورلګېدنې په پایله کې د استوګنې ډیر شمیر کانتینرونه، یو کانتین او د مهاجرو په چارو کې د اروپایي اتحادیي دفتر په بشپړ ډول سوزیدلي وو. دغه اورلګېدنه په دغه کمپ کې د یوې عراقۍ ښځې تر مړينې وروسته رامنځته شوې وه.

د کمپ اوسیدونکو ادعا لرله چې دغه عراقۍ میرمنه پر کرونا ویروس د اخته کیدو له امله مړه شوې ده، خو مسئول چارواکو د پناه غوښتونکو دغه ادعا رد کړې ده.