یورو پول: په ۶۵ زره قاچاقبرانو پسې لټون روان دی
۱۳۹۷ فروردین ۱۶, پنجشنبهد بلجیم له پلازمېنې بروکسل څخه د ترلاسه شویو رپوټونو په حواله د اروپایې سرحدونو د کنترول ادارې انديښنه ښودلې ده چې اروپا ته د رسونکو انساني قاچاقبرانو بانډونه ډیر شوي دي.
د فرانسې خبري آژانس ته د اروپایې مهاجرو د قاچاق ضد ادارې مرکز «یورپي مائیګریشن سمګلنګ سنټر» مشر روبرت کریپنکو ویلي دي چې د تیرکال تر پایه پورې د یورو پول په ډیټابیس کې د ۶۵ زرو قاچاقبرانو معلومات ثبت شوي دي. د یورو پول په حواله په تیرو دریو کلونو کې اروپا ته د مهاجرو رسوونکو ډلو کې په پرله پسې ډول زیاتوالی راغلی دی.
په دې لړ کې د هغو کسانو نومونه چې په دې لیست کې شامل شوي دي شمیر په ۲۰۱۵م کال کې ۳۰ زره،، په ۲۰۱۶ م کال ۵۵ زره او د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې پکښې لس زره نور هم ور علاوه شوي دي.
د مهاجرو په قاچاق کې د لاس درلودونکو کسانو ۶۳ سلنه یې اروپایې اتباع دي چې ۴۵ سلنه یې د بالکان د هیوادونو پورې تعلق لري. په نړیواله کچه په دې جنایې ډله کې ۱۴ سلنه یې د منځني ختیځ، ۱۳ سلنه یې د افریقا، ۹ سلنه یې منځني آسیا او یوازې ۱ سلنه یې امریکایې اتباع دي.
د «یورپي مائیګریشن سمګلنګ سنټر» مشر روبرت کریپنکو وویل چې د مهاجرو قاچاق د میلیاردونو یورو کاروبار دی. که څه هم له لیبیا او ترکیې سره د مهاجرو اړوندې موافقې په پایله کې اروپا ته د مهاجرو په راتګ کې کمی رامنځته شوی دی، خو اروپایې سرحدونو ته داخلیدونکي مهاجر اوس هم د ترکیې او لیبیا مسیر ته لومړيتوب ورکوي.
تیر کال د اروپا- افریقا په کنفرانس کې د لاسلیک شوي تړون له مخې له لیبیا څخه په زرګونو مهاجرو د هغوي پلرني ټاټوبو ته واستول شول. د فرانسې د ولسمشر ماکرون له خوا غوښتنه شوی وه چې دواړه خواوی باید د داسې ډلو په هکله خپل معلومات شریک کړي.
کریپنکو، د فرانسې خبري آژانس ته د معلوماتو د تبادلې په هکله وویل چې یورو پول د نویو قوانينو او مقرراتو له امله یوازې د اروپایې اتحادیې له غړو هیوادونو څخه معلومات شریکولی شي چې له امله یې یورو پول، په يورو حوزه کې دننه د مهاجرو د کنترول په برخه کې تراوسه پورې کامیابه دی.