گېټس: د طالبانو سره مو تماسونه نيولي دي
۱۳۹۰ خرداد ۲۹, یکشنبهرابرت گېټس چي د مياشتي په پای کي به د دفاع وزارت د سي آی اې مشر ليون پانېټا ته وسپاري منلې چي د امريکا او طالبانو تر منځ تماسونه نيول سوي دي. نوموړي د سي ان ان تلويزيون سره په خبرو کي ويلي دي چي د طالبانو سره تماسونه په لومړي پړاؤنو کي دي.
د گېټس دغه څرگندوني يوه ورځ وروسته تر هغه خپريږي چي افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کي يوې خبري غونډي ته د طالبانو او امريکايانو د خبرو په هکله معلومات ورکړي ول. د طالبانو سره د خبرو په هکله د رابرت گېټس خبري د يکشنبې په ورځ خپرې سوې.
گېټس په خپلو څرگندونو کي زياته کړې چي: « زه فکر نه کوم چي د خبرو لومړنۍ پايلي دي د روان مېلادي کال د ژمي تر مخه معلومي سي.»
د امریکا د دفاع وزير ويلي دي چي، خبرو ته د طالبانو د مجبورولو له پاره حتمي ده چي پر هغوی پوځي فشار زيات سي:
« زما په خيال طالبان بايد اول دا احساس کړي چي پر دوی پوځي فشار زيات سوی دی تر څو دوی و جدي خبرو اترو ته چمتو والی وښيي.»
د متحده ايالتونو د ولسمشر باراک اوباما اداره اوس دې نتيجې ته رسېدلې ده چي د افغانستان د ستونزي د هوارۍ لاره خبري اتري دي. که څه هم د امریکا پدې ډېره خوښه نده چي د هغه چا سره د خبرو اترو پر مېز کښيني چي د يوې لسيزي راهيسي يې په وړاندي جگړه کوي خو رابرت گېټس وايي: « د جگړو د درولو همدغه لاره ده.»
د دې څخه تر مخه هم څو واره د طالبانو سره د خبرو اترو راپورونه ورکول سوي خو وروسته بېرته ناسم ختلي دي. دا چي د ولسمشر کرزي وروسته اوس د امريکا د دفاع وزير هم د طالبانو سره د خبرو اترو او تماسونو خبره مني د کارپوهانو په اند ښايي د دې واري دغه خبري جدي بڼه ولري.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل