ګاوک په خپل لومړي رسمي سفر پولنډ ته ځي
۱۳۹۱ فروردین ۷, دوشنبهاعلان
د المان د ولسمشرۍ د څوکۍ د سنبالولو وروسته یواخیم ګاوک په خپل لومړي رسمي سفر نن پولینډ ته ځي. گاوک د خپل پولنډي سیال برونسلاو کوروم کوفسکي، سره وویني. په پام کې ده چې دواړه ولسمشران به د سه شبنې په ورځ یوې گډې مطبوعاتي غونډې ته هم وینا وکړي. د دې وروسته بیا د المان ولسمشر د پولیند له لومړی وزیر دونالد توسک سره هم وگوري. د ولسمشر په توگه د ټاکل کیدو وروسته یواخیم گاوک د پولینډ د سفر هوډ کړی وو ترڅو د ده په خبره د ختیځو گاونډیو سره اړیکی لا پسی قوي شي.