1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیري: افغان مشران باید خپله ښه رهبري وښيي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۱۹, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د پنجشنبې په ورځ وویل چې افغانستان د خپل واک د لیږد بهیر په یوه حساسه شیبه کې قرار لري. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان همدا اوس له یوه ټاکنیز کړکیچ سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/1CZnT
انځور: Reuters

په افغانستان کې د ټاکنیزو ناندریو په زیاتیدو سره د دې هیواد د راتلونکې په اړه اندیښې زیاتې شوې دي. د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخلې عبدالله عبدالله له خپل سیال اشرف غني احمدزي څخه لږې رایې گټلې دي. خو دغه نوماند ادعا کوي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي او دی د ټاکنو اصلي گټونکی دی.

جان کیري په پیکینگ کې خبریالانو ته وویل: «دا د لیږد د بهیر یوه حساسه شیبه ده چې د هیواد د راتلونکې حکومتوالۍ له پاره ډیر ارزښت لري.» کیري ټینگار کړی دی چې راتلونکې ورځې د افغانستان د راتلونکې له پاره ډیر ارزښت لري.

تر دې مخکې امریکایي چارواکو افغان سیاستوالو ته گواښ کړی وو چې په غیرقانوني ډول په افغانستان کې د حکومت رامنځ ته کیدل ښايي کابل ته واشنگټن د مرستو د قطع کیدو په بیه تمام شي.

کیري روښانه کړې ده چې هغه تر اوسه پورې څو وارې له دواړو نوماندانو سره خبرې کړې دي. هغه ویلي دي چې له ولسمشر کرزي سره یې هم د روان ټاکنیز کړکیچ په اړه خبرې کړي دي.

کیري ویلي دي: «موږ به دواړه نوماندان وهڅوو چې د خپلو پلویانو په منځ کې توقعات ډیر نه کړي، د تفتیش بهیر او شفافیت ته روښانه درناوی وښيي او همداراز په داسې وخت کې چې افغانستان ورته سخته اړتیا لري له ځانه ښه رهبري او حکومتداري وښيي.»

پلان شوې ده چې کیري افغانستان ته سفر وکړي او له دواړو نوماندانو سره خبرې وکړې ترڅو روان کړکیچ پای ته ورسیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب