1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: د ډنډ ولسوال استعفأ وکړه

۱۳۹۱ تیر ۲۶, دوشنبه

د کندهار د ډنډ ولسوال وایي چې خپله استعفأ ئې د دې ولایت چارواکو ته وړاندې کړې ده. هغه د خپلې استعفأ لامل په دې ولسوالۍ کې د ستونزو شتون او د حل له پاره ئې د دولت لږه پاملرنه بولي.

https://p.dw.com/p/15YQm

د کندهار د ډنډ ولسوال احمد الله نازک، وايي چې خپله استعفأ ئې د دې ولایت چارواکو ته سپارلې ده. هغه د خپلو کارکوونکو د معاشونو لس میاشتنی ځنډ، د دولت سره د همکارو قومي مشرانو پر کورونو د شپې له خوا چاپې، د ولسوالۍ د پولو نه معلومیدل، د قاضيانو نه موجوديت او ځيني نورې ستونزې د خپلې استعفا د لاملونو په توگه په گوته کوي.

نوموړى زياتوي چې دغه ټولې ستونزې ئې پخپل وخت له کندهار ولايت له چارواکو سره شريکې کړي دي خو د ده په خبره د ستونزو د حل له پاره ئې کوم اقدام نه دئ لیدلی.

د ډنډ ولسوال وايي چې د دې ټولو ستونزو سربیره هم د دې ولسوالۍ امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل کیږي چې له دې سره به په سیمه کې امنیتي ستونزې لا پسې ډیرې شي:

«ما خپله رسمي استعفأ د ستونز له کبله د ولايت مقام ته وړاندې کړې ده او اوس د رسنيو پر وړاندې هم وايم چې د دغو ستونزو په موجوديت کې نه شم کولاى چې د ولس خدمت وکړم او يوازې د خلکو خطا ايستل زما زړه نه مني. نو ځکه نن په رسمي ډول استعفأ کوم.»

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل، د ډنډ په ولسوالۍ کې پرتې ستونزې مني. هغه زیاتوي چې د کندهار ولایت چارواکو تل د نورو ولسواليو په شان تر خپله وسه ئې د ډنډ لسوالۍ ته پاملرنه کړې ده:

«ځينې ستونزې شته خو دا ستونزې نه يوازې په ډنډ او کندهار په نورو ولسوالیو کې موجودې دي بلکې په ټول هيواد کې شتون لري.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسوال احمدالله نازک وايي که چيرې د ډنډ په ولسوالۍ کې موجودې ستونزې له منځه ولاړې شي نو دئ د خپلو خلکو خدمت ته چمتو دئ:

«زه په شخصي ډول له دولت څخه نه يم خوا بدى او که دا ستونزې حل شي هر وخت او هر چيرې د خلکو او دولت خدمت ته چمتو يم.»

د ډنډ ولسوالۍ د کندهار ښار سهيل خوا ته په اووه کيلو مترۍ کې پرته ده. که څه هم چارواکي دغه ولسوالۍ د یوې امنې سیمې په توگه یادوي خو پر دې سربیره هم د دې ځای ولسوال خپله دنده د ستونزو له کبله پریښې ده.

محمد ابراهیم سپیڅلی/ کندهار
کتونکی: مسعود جهش