کندهار: د سړک د غاړې ماین دوه ملکیان وژلي | افغانستان | DW | 21.09.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

کندهار: د سړک د غاړې ماین دوه ملکیان وژلي

یوه افغان چارواکي د شنبې په ورځ وویل چې په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې یوه ماین دوه کسان وژلي دي. د سړک د غاړې ماینونه که څه هم د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو له پاره ایښودل کیږي، خو ډیر وخت ملکي وګړي وژني.

انځور له ارشیف څخه

انځور له ارشیف څخه

د کندهار والي ویاند  بهیر احمدي، ویلي دي چې چاودنه په سپین بولدک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې چې له کبله یې پنځه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت یا یوناما، په حواله د روان کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې څخه بیا د جون میاشتې تر پای پورې په افغانستان کي ۱۳۶۶ ملکي وګړي وژل شوي او نزدې ۲۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

یوناما په افغانستان کې د په لاس جوړو شویو بمونو له کبله د ملکي تلفاتو د زیاتیدو په خاطر سخته اندیښنه څرګنده کړې ده. دغه ډول بمونه د یاغیانو له خوا د افغان امنیتي ځواکونو د په نښه کولو له پاره ځای پر ځای کیږي خو ډیر وخت یې قربانیان ملکي وګړي وي.

(ms/qn (dpa

اعلان