1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

کرونا په نړۍ کې: پنځه میليونه ماشومان يتيم يا بې کسه شوي

۱۴۰۰ اسفند ۶, جمعه

د يوې نړيوالې څېړنې نتيجه ښيي چې د وبا په لومړي ۱۸ مياشتو کې په ټوله نړۍ کې ۵ ميليون او ۲۰۰ زرو ماشومانو خپل پلار، مور او يا نزدې خپلوان له لاسه ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/47c0e
Indien | Corona | Wiedereröffnung von Schulen
انځور: Satyajit Shaw/DW

د مور او پلار څخه د يوه يا دواړو ناڅاپي مړينه يا د آنا او نيکه او يا د کورنۍ د نورو نزدې غړيو نه شتون د عمر تر پايه د ماشوم په ذهن کې پاتيږي او رواني اغیز پرې لري.

د نړيوالو څېړنو پايله ښيي چې د کرونا وبا په لومړيو ۱۸ مياشتو يا يو نيم کال کې لږ تر لږه ۵ میليونه ماشومان او تنکي ځوانان د يو نه ډول محروميت سره مخ شي او زياترو یې خپل پلرونه له لاسه ورکړي دي.

د دې څېړنې ليکونکي ټینګار کړی دی چې د هغو ماشومانو د روزنې او پالنې او مرستې زمينه بايد برابر شي چې خپل سرپرست او يا کورنۍ یې له لاسه ورکړې ده.

د دې څېړنې له پاره نړيوالو محقيقينو د نړۍ له بېلا بېلو پوهنتونو څخه د کرونا له کبله د مړينو او همدا راز د کرونا څخه تر مخه ارقامو ترمنځ د تفاوت د معلومولو له پاره د هيوادونو رسمي ارقام ترلاسه کړي دي. دا شميرې ښيي چې په منځنۍ کچه د کرونا د هرې مړينې له کبله د يوه څخه ډېرو ماشومانو خپل پلار او يا خپل قانوني سرپرست له لاسه ورکړی دی.

Griechenland | Wandgemälde in Athen
انځور: Thanassis Stavrakis/AP/dpa/picture alliance

د څېړنې په حواله هر دريم تنکي ځوان چې پلار او يا خپل سرپرست یې د کرونا له کبله له لاسه ورکړی دی، د ۱۰ تر ۱۷ کلونو ترمنځ عمر لري. همد راز شمېرې ښيي چې د مېندو په پرتله ډېر پلرونه د کرونا له کبله مړه شوي دي.

په دې څېړنه کې د آناګانو او نيکونو يا نورو خپلوانو د مړينې شمېرې هم په نظر کې نيول شوي دي چې له ماشومانو سره يې په يوه کور کې ژوند کاوه يا ماشومانو د هغوی تر سرپرستۍ لاندې ژوند کاوه.

د دې څېړنې نتایج د Lancet Child Adolescent Health په نوم تخصصي مجله کې خپاره شوي دي.

د دې څېړنې له پاره د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشت څخه د ۲۰۲۱ م کال تر اکتوبر مياشتې پورې شمیرې چې ۱۸ مياشتې کیږي، په نظر کې نيول شوي دي. خو څه چې د اندېښنې وړ بلل شوي، دا دي چې د کرونا د مړينو اصلي شمیر تر رسمي شمېر لوړ دی چې له دې کبله د هغو ماشومانو شمېر چې د کرونا له کبله بې کسه شوي دي، نور هم ښايي زيات وي.