1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی به په راتلونکو ټاکنو کي هم ډير چانس ولري

۱۳۸۷ دی ۲۵, چهارشنبه

په افغانستان کي د سياسي څيړنو انستيتوت ويلي چي که څه هم کرزی يوه کمزورې سياسي څيره بلل کيږي ولي بيا هم په راتلونکو ټاکنو کي ډير چانس لري

https://p.dw.com/p/GYFO
افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی
افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزیانځور: AP Photo

که څه هم کرزی يوه کمزورې سياسي څېره بلل کيږي خو بيا هم په راتلونکو ټاکنو کي ډير چانس لري.

افغان ولسمشر حامد کرزی چي عملاً د 2001 ميلادي کال د پای راهيسي په افغانستان کي د حکومت چاري په لاس کي لري او د لويديزو هيوادونو له پاره هم د منلو وړ يوه سياسي څيره بلل کيږي، غواړي د ولسمشرۍ په راتلونکي ټاکنو کي هم دغه دنده پر مخ بوزي.

که څه هم کرزي ته له دې امله ګوته نيول کيږي چي دی د تندلارو اسلامي ډلو په وړاندي مبارزه کي ډير برياليتوبونه ندي ترلاسه کړي او دده په حکومت کي اختلاس او بډي اخسل ډير دي. خو بيا هم سياسي کتونکي په دې عقيده چي کرزی اوس هم د خپلو نورو ټولو سيالانو په پر تله د بيا ټاکل کيدو زيات چانس لري.

دده يو چانس پدې کي دی، چي دی اوس هم د هيواد مشر دی، دغه خبره د افغانستان د سياسي څيړنو د انستيتوت مشر احمد ادريث رحماني کوي او زياتوي چي په تيره بيا په نړيوالو غونډو او کنفرانسونو کي کرزي تر اوسه د خپل هيواد ډير ښه استازيتوب کړی. کرزی په انګريزي ژبه رواني خبري کوي، سياسي پوهه لري، پر افغانستان باندي د شوري د يرغل پر مهال په مقاموت کي ونډه اخستې خو لاسونه يې په وينو سره ندي او دی پښتون دی.

د 2004 ميلادي کال په ټاکنو کي کرزي په سلو کي 55 رايي تر لاسه کړي وې خو وروسته د ټاکنو څخه ځني خلک له ده څخه خفه سول. خو دده مخالفين وايي چي لکه څنګه چي ښايي کرزي د خپل کار په دوره کي اساسي کارونه سرته ندي رسولي. د بډي اخستلو او ختلاس سره يې مبارزه نه ده کړې او حتی داسي اوازې هم سته چي دده د کورنۍ ځني غړي د نشي موادو په قاچاق او نورو مسايلو کي لاس لري.

ولسمشر حامد کرزی د دوستم سره د خبريالانو پوښتنوته جوابونه وايي
ولسمشر حامد کرزی د دوستم سره د خبريالانو پوښتنوته جوابونه واييانځور: AP

لدې امله هم کرزي ته ګوته نيول کيږي چي دی پدې ندی توانيدلی چي په جنوبي ولاياتو کي په ځانګړي توګه په کندهار کي چي دی خپله هلته زېږيدلی امنيت يې ندی راوستی او بل پېغور چي ده ته ورکول کيږي هغه د جګړه سالارانو سره دده ګډ کار دی.

د افغانستان ډيری وګړي د کرزي څخه لدې امله خوابدي دي چي دوی ته يې کار او سم ژوند ندی برابر کړی پداسي حال کي چي ډيري بهرنۍ مرستي راغلي دي. د سياسي کتونکو په عقيده که څه هم چي د وګړو اکثريت د کرزي پر خوا نه وي ولي په ټاکنو کي به د نورو سيالانو په پرتله ډيري رايي تر لاسه کړي. که څه هم چي دده په وړاندي يو بل نامتو کانديد به اشرف غني وي چي يو وخت دده په دوره کي د ماليې وزير و او يو نړيواله څيره ده ولي تر اوسه پوري يې په رسمي ډول ځان کانديدۍ ته نه دی نومولی.

دده بل سيال علي احمد جلالي دی چي دده په حکومت کي د کورنيو چارو وزير و. لکه څنګه چي سياسي کتونکي وايي بايد اشرف غني دونه د امريکايانو تر اغيزي لاندي نه وي او دی يوه پياوړې سياسي څيره بلل کيږي.