1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کراکر: د مرستيال ولسمشر مقصد بل څه وو

۱۳۹۰ دی ۱, پنجشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو مرستيال ولسمشر جوبايدن په دې وروستيو کي د امريکايي مجلې«نيوزويک» سره په یوه مرکه کي ويلي ول،«طالبان زموږ دښمنان نه دي».

https://p.dw.com/p/13Xj7
په افغانستان کي د امريکا سفير راين کراکر
په افغانستان کي د امريکا سفير راين کراکرانځور: dapd

د هغه دغه څرگندوني په افغانستان کي د بشري حقونو د ټولنو تر سختو نيکو لاندي راغلي.

په افغانستان کي د مدني ټولني او بشري حقونو استازي بېره لري، چي دغه ډول څرگندوني طالبانو ته امتياز ورکول دي او دا چي په هغه هيواد کي په تيرو لسو کلنو کي لاسته راوړني گواښي.

په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير راين کراکر نن د پنجشنبې په ورځ( ډسمبر۲۲) په کابل کي ويلي، چي د ولسمشر بارک اوباما مرستيال ويلي:«هغه طالبان زموږ دښمنان نه دي، چي خپلي وسلې ئې پر مځکه ايښي وي، د القاعدې سره ئې خپلي اړيکي پرېکړي وي او د افغانستان اساسي قانون ومني.»

دا لومړی وار نه دئ، چي د امريکا متحده ايالات ددې له پاره چي طالبان خبرو ته حاضر سي دغه ډول شرطونه وړاندي کوي. بلکي څو واري نور هم دغه ډول خبري سوي.

کراکر د خپلو خبرو په دوام کي ويلي:«طالبان کولای سي، چي له دغو دوو لارو څخه يوه ئې غوره کړي: جگړه يا په افغاني ټولنه د ورگډېدو له پاره ټاکل سوي شرايط.»

دا په داسي حال کي ده چي طالبانو هروخت د خبرو له پاره د افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو د وتلو شرط ايښی دئ.

په کابل کي د امريکا سفير دغه راز د خپل هيواد د دفاع وزارت د وياند تورن جان کربي هغه خبرو ته هم اشاره کړې، چي ويلي يې دي:«که چيري طالبان پر بې گناه افغانانو خپلو بريدونو ته دوام ورکړي او زموږ پوځ له گواښونو سره مخ کړي، نو فکر کوم، چي دا هغه ډله ده چي موږ بې په وړاندي ودريږو.»

کربي دغه راز زياته کړې، چي موږ به طالبان پر شا کړو او هره ورځ به د هغوئ په وړاندي جگړې ته دوام ورکړو.

د امريکا د دفاع وزارت وياند دا هم ويلي، چي که طالبان خپلي سياسي غوښتني لري: «په همدې خاطر د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په همکارۍ او افغان حکومت په مشرۍ د سولي او بيا يو ځای کېدلو ځانگړی بهير پيل کړی.»

نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم