1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهانو د آلمانۍ محصلي په قتل تورن افغان مهاجر سن تشخیص کړ

۱۳۹۶ آبان ۱۷, چهارشنبه

حسین ک. په قتل او جنسي تیري تورن دی. د کارپوهانو تازه آرزوني ښيي چې هغه د جرم ترسره کولو پرمهال تر۲۱ کلنۍ اوښتی وو. له همدې کبله هغه په قضايي بهیر کې د یوه بالغ وګړي په توګه گڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/2nHGb
Fortsetzung  Freiburger Mordprozess Hussein K.
انځور: picture-alliance/dpa/P.Seeger

د انسان پیژندني د علم کارپوهه اورزلا ویتور بکوفن، د هغو کسانو په ډله کې شامله وه چې د دغه افغان مهاجر د سن پر تعینولو یې کار کاوه.

د هغه افغان مهاجر په قضیه کې چې د یوې آلمانۍ محصلي پر قتل یې اقرار کړی دی اوس بحثونه پر دې دي چې ایا هغه په عمري بند محکوم شي او که ورته د تنکیو ځوانانو د جزايي قانون له مخې سزا ورکړله شي. اوس کارپوهانو د هغه د سن په اړه څیړنې کړي دي.

د اورزلا ویتو بکوفن، په حواله د حسن ک. سن کیدای شي چې د ۲۲،۵ او ۲۹،۵ کلونو تر منځ وي. له بلې خوا بیا بل کارپوه اندریاس شملینګ، په خپله آرزونه کې د دغه افغان پناه غوښتونکو سن د ۲۲ او ۲۳ کلونو تر منځ تشخیص کړی دی.

حسین باید د قتل او جنسي تیري په تور د فرایبورګ د ځوانانو محکمې پر وړاندې ځواب ووایي. هغه اعتراف کړی دی چې د تیرکال په اکتوبر میاشت کې یې په فرایبورګ کې پر یوې۱۹کلنې محصلې جنسي تیری کړی وو او بیا یې هغه د بې هوښۍ په حالت کې په خفه وژلې وه. هغه بیا تر دې وروسته دغه نجلۍ په درایسم سند کې اچولې وه. حسین ک. په لومړي سر کې ادعا کړې وه چې د جرم د ترسره کولو پر مهال یې عمر تر ۱۸ کلونو ټیټ وو.

د غاښ په مرسته د سن تعین

د دغو کارپوهانو له ډلې څخه یوه یې د حسین ک. سن د هغه د غاښ په مرسته تعین کړی دی. مخکې له دې چې حسین ک. د پولیسو له خوا ونیول شي، هغه خپل غاښ چې د یوه ډاکټر له خوا ایستل شوی وو، د یادګار په توګه په خپله خونه کې ساتلی وو.

ویتور بکوفن د حسین ک. پر غاښ د کلونو حلقې آرزولې دي او په دې ترتیب یې د هغه عمر تعین کړی دی. سملینګ بیا د حسین د سن په تعینولو کې د هغه د هډوکو له رادیوګرافي څخه کار اخیستی دی.

که محکمه د دغو دوو کارپوهانو د ارزونې له مخې حکم وکړي نو هغه به د بالغو کسانو له پاره د آلمان د قانون له مخې مجازات شي. په دې ترتیب سره نو هغه د عمري بند له ګواښ سره مخامخ دی. محکمه بیا د تنکیو ځوانانو او هغو کسانو په مورد کې چې تر ۲۲ کلونو لږ عمر لري، په سزا کې یو څه تخفیف په پام کې نیسي.