«ډیر مسلمان مهاجر به له آلمان څخه ووځي» | اروپا ته مهاجرت | DW | 19.12.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

«ډیر مسلمان مهاجر به له آلمان څخه ووځي»

په برلين کې د مسلمانو د مرکزي شورا مشر وایې چې ډیر مسلمان مهاجر نه غواړي د تل له پاره په آلمان کې پاتې شي. ویل کیږي چې له ۲۰۱۵ م کال راهیسې شاوخوا ۸۰۰ زره مسلمانانو په آلمان کې پناه غوښتې ده.

په آلمان کې د مسلمانانو شورا اټکل کوي چې دغه هیواد ته د راغلو مهاجرو لویه برخه نه غواړي په دوامداره توګه دلته پاتې شي. د دغه شورا مشر ایمان مازیزییک د سه شنبې په ورځ د «Heilbronner Stimme» سیمه ایزې رسنۍ ته وویل چې هغه په دې باور دی چې هغه شاوخوا ۸۰ زره مسلمان مهاجر چې ویل کیږي له ۲۰۱۵ م کال راهيسي آلمان ته راغلي دي تر نیمایې زیات به یې بيرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

مازییک آلمان ته د نویو پناغوښتونکو د راتګ له امله په دغه هیواد کې د اسلامپالني په اړه اندیښنو ته په کتلو سره وویل چې په دوی کې شاید حد اکثر ۳۰ سلنه یې مذهبي مسلمانان وي. نوموړي زیاته کړه: «ځيني کوښښ کوي چې په دې اړه ویره او وحشت رامنځته کړي».

ایمان مازییک پر AfD (د آلمان له پاره بدیل ګوند) چې د اسلام او خارجیانو ضد سیاست لري، تور ولګاوه چې د کورنۍ د الحاق په موضوع کې په بشپړ ډول خیالي ارقام وړاندي کوي.

د مازیک په خبره په واقعیت کې په راتلونکي کال کې د مهاجرو د کورنۍ د الحاق له طریقه آلمان ته له۸۰ تر۱۲۰زرو پورې مهاجرو د راتګ اټکل کیږي، په داسې حال کې چې د آلمان له پاره بدیل ګوند د خپل انتخاباتي کمپاين پر مهال د کورنۍ د الحاق یا یوځای کیدو له طریقه په ۲۰۱۸مکال کي د ۲ میلیوو مهاجرو خبره کوله.

مازییک ټینګار وکړ چې تیر کال آلمان ته د راتلونکو مهاجرو لویه برخه له پولنډه راغلي مهاجر دي، نه د سوريې مهاجر. خو له دې ټولو سره په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر ایمان مازییک په انتقادي ډول وویل: «زموږ د درک له مخې یوازې د مسلمانانو په هکله خبري کیږي».

dpa,epd(S.N/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM