1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ډیره مالګه له مکروبونو سره مقابله کمزورې کوي

۱۳۹۹ فروردین ۲۵, دوشنبه

د بدن د دفاعي سیسټم کارپوهان ټینګار کوي، چي د ډیري مالګي کارول او خوړول د بدن دفاعي سیسټم د مکروبونو، باکټریاوو او ویروسونو له ډول ډول خطرونو سره مخامخ او کمزوری کوي.

https://p.dw.com/p/3apFs
Salz
انځور: Colourbox

د نیوزویک امریکاي مجلې په حواله ساینس پوهانو د مالګیني غذا تاثیرات لومړی د موږکانو او بیا انسانانو پر دفاعي سیسټم باندي څیړلي دي. ددغه تحقیق په نتیجه کي هغه موږکان چي مالګین خواړه ئې خوړلي، په سختو مکروبونو باندي اخته سوي ول او د انسانانو دفاعي سیسټم هم سخت خراب سوی وو.

د بون پوهنتون د ایمونولوژۍ له انستیتوت څخه کریستیان کورتڅ او ددغه تحقیق یوه ګډون کوونکي نیوزویک ته ویلي دي: »زموږ څیړني ښيي چي د مالګي مصرف د ورځي نباید د ۵ څخه تر ۶ ګرامه واوړي.«

هغه وایي، چي طبعأ د مالګي بې حده راکمول د بدن دفاعي سیسټم نه تقویه کوي او داسي معلومیږي، چي ددغي مادې استعمال د بدن د دفاعي سیسټم له پاره ښه دی.

د څیړونکو په نظر ډیره مالګه په مثانه کي د کلکو موادو د جوړیدو او پښتورګو کي د کاربامید جوړیدو سبب ګرځي. دا ممکنه ده د ویني سپین کرویات په بدن کي کمزوره کړي، کومه چي د باکتریاوو سره د مبارزې وظیفه پرغاړه لري.

کورتڅ وايي، چي د بدن ددفاعي سیسټم د تقویې ښه لار د مناسبو واکسیونو لګول، د ویټامینو کافي استعمال، په اندازه سپورټ او د تیار خوراک لږ خوړل دي. دغه خوراک ډیري مالګي لري.

د یوه متعادل غذايي رژیم او زراعتي محصولاتو ډیراستعمال کولای سي، د بدن ښې باکټریاوي تقویه او ورسره د بدن دفاعي سیسټم هم غښتلی سي.