1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«چین د نړۍ د وسلو تر ټولو دویم ستر تولیدونکی هیواد دی»

۱۳۹۸ بهمن ۸, سه‌شنبه

د سولې په برخه کې د فعالې سویډنې موسیسې (سیپري) څیړنې ښيې چې چين په تیرو دوو کلونو کې په نړۍ کې د وسلو په دویم تر ټولو لوی تولیدونکي هیواد بدل شوی دی. د چين د ډيرو وسلو جوړلو فابريکو توليدات په هیواد کې دننه مصرفیږي.

https://p.dw.com/p/3WuFz
BG Waffensysteme der VR China | AUV HSU 001
انځور: Imago Images/ZUMA Press/Stringer

په ستکهلم کې د سولې نړیوالې څیړنیزې موسیسې (SIPRI)اعلان کړی دی چې چین تر امریکا متحده ایالاتو وروسته په نړۍ کې د وسلو تر ټولو لوی تولیدونکی هیواد دی.

نوموړي موسیسې په خپل نوي رپوت کې چې د دوشنبې په ورځ (د جنوري میاشتې ۲۷ نیټه) یي خپور کړی دی له چین څخه یي د آسیا د «ابرقدرت» په توګه یادونه کړې ده چې مخکې تر دې یي له روسیې څخه وسلې پيرلې.

د سیپري د ۲۰۱۷م کال په رپوټ کې چين په نړۍ کې د وسلو د تولید له مخې په شپږم مقام کې ځای درلود. دغه هیواد پخوا له روسیي څخه د وسلو یو لوی واردونکی هیواد وو.

د نوموړي موسیسې څیړنې ښيې چې د وسلې جوړونې په برخه کې څلورو فعالو کمپنیو په کافي اندازې وسلې جوړې کړي دي چې له امله یي د نړۍ د ۲۰ مخکښو وسلو پلورونکو په کتار کې یې ځای نیولی دی.

دغو څلورو ډلو یا کمپنیو په ۲۰۱۷م کال کې د  ۵۴،۱ میلیارده ډالرو معادل وسلې پلورلي دي. سپري په خپل نوي رپوټ کې چې د دغې موسیسې په انټرنټ پاڼه کې خپور شوی دی، ویلي دي چې څیړنې یې په چینایي شرکتونو کې د تولیدونکو وسلو د ډولونو یو«تر ټولو جامع انځور» وړاندې کوي.

په دې رپوټ کې ټينګار شوی دی چې د اړین شفافیت د نشتوالي په پام کې نیولو سره احتمالاً په چین کې د وسلو اړوند وړاندې کیدونکو ارقامو ته باید د «حد اقل» په سترګه وکتل شي.

د چین د وسلو د تولیداتو مهمه برخه هر کال د چين د ولسي آزادي بخښونکي پوځ د مختلفو ډلو له خوا پیرل کیږي. د سپري د رپوټ پر اساس په نړۍ کې د چينایي وسلو خریدارۍ ته لیوالتیا مخ پر ډیریدو ده. خو د چين مخته لا ډیر اوږد مزل پورت دی چې د وسلو د صادراتو په برخه کې ځان روسیې ته ورسوي.

دویچه ویله/ ش.ن/ ن.ز

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: