چيچينيا: له خطرونوډک ژوند
۱۳۸۵ شهریور ۱۰, جمعهپه روانې مياشتې کې » سادولايف « بيرته خپل وطن چيچينياته ستنيږي. د روسيې هغې برخې ته چې رسماًسوله پکښې حاکمه ده، مگر د روسيې د مدني حقوقو د ټولنې ) ميموريال ( د راپورله مخې، د جگړوترکميدووروسته هم، اختطافونه اوقتلونه، ورځنۍ پيښې دي. د » سادولايف « په شان انسانانوته په چيچينياکې ژوندکول، په ځانگړې توگه خطرناک دي.
موسی » سادولايف « پدې هکله وايي: » سړی اصلاًنه پوهيږي چې له چاڅخه ځان وساتي. که سړی د يوې ټاکلې خواپلوي وکړي، د بيلگې په توگه د روسيې د حکومت، بايدله تجزيه غوښتونکوسره پام وکړي او برعکس. ماهڅکله هم د يوې ټاکلې خواپلوي نده کړې. زماهڅه تل داوه چې د خپلوعکسونوله لارې هغه څه وښيم، چې پيښيږي. بې لدې چې د چاخوښې يا نه خوښې ته پاملرنه وکړم. «
د ژوندي پاتې کيدوهڅه
موسی » سادولايف « وايي، په چيچينياکې سړې ژوند نه کوي، بلکه د ژوندي پاتې کيدوهڅه کوي: » زه په چيچينياکې ټول وخت ويريدم، شپه او ورځ. لدې څخه چې هغوۍ به مې يوسي. نه يوازې له ماسره داويره شته، بلکه د چيچينياله ټولوخلکوسره. «