چاپيريالي ککړتيا تر جګړو ۱۵ ځله زيات انسانان وژني | آلمان او نړۍ | DW | 20.10.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

چاپيريالي ککړتيا تر جګړو ۱۵ ځله زيات انسانان وژني

په نړيواله توګه د چاپيريال ککړتيا تر هغه زيات انسانان وژني چي په وسله والو لانجو او جګړو کي وژل کيږي. د يوې څېړنې پايلي ښيي چي تر نيمايي زيات قربانيان په دوو هيوادونو کي دي.

د لانست (The Lancet) طبي مجلې له خوا د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۲۰مه) د يوې څېړني راپور خپور سو. په دغه څېړنه کي په دې تړاو پلټنې سوي چي هر کال کوم شمېر انسانان د چاپيريال د ککړتيا له کبله خپل ژوند د لاسه ورکوي. د څېړني پايلي ښيي چي په نړيواله توګه هر کال د چاپيريال د ککړتيا د قربانيانو شمېر تر هغو زيات دی چي په جګړو، طبي آفتونو، لوږي او يا سګرېټ څکولو له کبله مړه کيږي.

د څېړني د پايلو له مخي چي په ۲۰۱۵ کال پوري تړاو دي، راغلي چي په نړۍ کي هر کال ۹ مليونه انسانان د خپل طبعي مرګ څخه مخکي له دې کبله مړه کيږي چي د چاپيريال د ککړتيا له کبله ناروغه سوي وي.

د هوا ککړتیا ۶،۵ مليونه انسانان وژني

د يادي مجلې د راپور له مخي هر کال د هغو مړينو شمېر ۶،۵ مليونه دی، چي د هوا د ککړتيا له کبله رامنځ ته کيږي. زياته سوې چي پر دويم نمبر زياتي مړيني د ککړو اوبو له کبله رامنځ ته کيږي چي د دغو مړينو کلنی شمېر ۱،۸ مليونه دی.

د دغه راپور د ليکونکو په آند د ۹ مليونو مړيني شمېر اوس هم يو محتاط شمېر دی. دغه شمېر د هغو مړينو په پرتله يونيم ځل زيات دی، چي د سګريټ څکلو له کبله رامنځ ته کيږي. دغه شمېر د هغو مړينو په پرتله درې چنده زيات دی چي د ايډز، نري رنځ او ملاريا له خوا په مشترکه توګه رامنځ ته کيږي.

Indien Luftverschmutzung Diwali (picture-alliance/dpa/M.Swarup)

په ډلي ښار کي کي د موټو له کبله د هوا ککړتيا زښته زياته ده

د جګړو په پرتله ۱۵ ځله زيات قربانيان

د څېړنې د پايلو له مخي هر کال د چاپيريال د ککړتيا له کبله د مړه کېدونکو انسانانو شمېر د هغو انسانانو په پرتله ۱۵ چنده زيات دی، چي په جګړو او وسله والو لانجو کي وژل کيږي.

په راپور کي راغلي چي د چاپيريال د ککړتيا له کبله رامنځ ته کېدونکي تر ټولو زياتي مړيني په ټيټ يا منځني عايد لرونکو هيوادونو کي رامنځ ته کيږي. په دې ترڅ کي د چاپيريال د ککړتيا د قربانيانو تر ټولو زيات کلنی شمېر په هند کي دی چيري چي هر کال ۲،۵ مليونه انسانان مړه کيږي. په چين کي هر کال د دغو قربانيانو شمېر ۱،۸ مليونه دی.

اقتصادي لګښتونه

په راپور کي د چاپيريال د ککړتيا له کبله د رامنځ ته کيدونکو سترو اقتصادي لګښتونو په هکله هم معلومات ورکول سوي دي. په راپور کي راغلي چي دغه مصارف د خلکو د مړيني،  ناروغيو، درملنې او د اړونده ټولنيزو مرستو له کبله رامنځ ته کيږي.

دغه ډول کلني لګښتونه ۴،۶ ترليون يا په بله اصطلاح ۴۶۰۰ مليارده ډالره اټکل سوي دي. دغه لګښتونه او تاوانونه د نړيوال کلني اقتصاد ۶،۲ سلنه تشکيلوي.

اعلان