چارواکي: په جلا پيښو کې ۱۷ افغانان وژل شوي
۱۳۹۹ خرداد ۲۴, شنبهله کابل څخه د آلمان خبري آژانس د شنبې ورځې (د جون ۱۳مه) رپوټ په حواله، ناپيژاندو وسله والو په خوست ولایت کې ۸ کسان وژلي دي. د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر وويل چې په وژل شوو کسانو کې د افغانستان پارلمان ته د علي شير له ولسوالۍ څخه يو پخوانی نوماند هم شامل دی.
حيدر د دغې خونړۍ پيښې لامل شخصي دښمني وښوده او زياته ېې کړه چې يو کس په کې ټپي شوی هم دی.
بلخوا د لوګر ولايت د ولايتي شورا غړی قاسم صديقي وايي چې يوه ناپيژاندي وسله وال يوه کور ته په دننه کيدو، په دغه کور کې يوه مور او د هغې درې لوڼې وژلي دي.
د صديقي په خبره چې د دغو قتلونه انګيزه لا تر اوسه څرګنده نه ده.
په ورته وخت کې ناپيژاندو وسله والو د افغانستان په شمال ختيځ ولايت بدخشان کې د وسله والو يو ځایي قوماندان د هغو له درو کسانو سره وژلی دی.
د بدخشان د پوليسو وياند ثناءالله روحاني وويل چې دغه پيښه د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. روحاني زياته کړه، ياد قوماندان له يوه کلي بل ته په لاره وو چې د وسله والو کسانو له کمين سره مخ شو.
په ګاونډي ولایت تخار کې بيا يو روحاني وژل شوی دی.
د تخار د پولیسو وياند، عبدالخلیل اسير، د آلمان خبري آژانس ته وويل، دغه روحاني د دغه ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې د يوې کوژدې له مراسمو څخه بيرته خپل کور ته په لاره وو چې د ناپيژاندو کسانو له خوا وژل شوی دی.
د اسير په خبره وژل شوي روحاني به ښکاره په دغه ولايت کې د غير مسئولو وسله والو ډلو فعاليتونه محکومول.
دا په داسې حال کې دی چې د جمعې په ورځ (د جون ۱۲مه) په پلازميه کابل کې هم د یوه جومات امام په يوه چاودنه کې ووژل شو.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند، جاويد فیصل، د جمعې په ورځ پر ټويټر ليکلي وو چې طالبان د خلکو پر ضد خپلو کړنو ته ادامه ورکوي او په تيرو دوو اوونیو کې يې لږ تر لږه ۸۹ کسان وژلي دي.
د آلمان خبري آژانس ليکي چې طالبانو د ملي امنيت شورا د ویاند د څرګندونو په اړه، تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.
آژانسونه/ م.ک.ص/ ن.ص