1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد کانگو دموکراتیک جمهوریت

پوځ: د کانګو د کودتا په هڅه کي بهرنیانو لاس درلود

۱۴۰۳ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

د پوځ په وینا د یکشنبې په ورځ د کانگو په دیموکراتيک جمهوریت کي د کودتا په یوې هڅه کي «ډېر امریکایان او بریتانویان» شامل ول. ویل کیږي چي څلور کودتا چیان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4g4dv
Kongo Putschversuch
انځور: Samy Ntumba Shambuyi/AP Photo/picture alliance

د کانګو هيواد د پوځ ویاند سیلواین ایکینگه په دولتي تلویزیون کي وویل: »په پلازمېنه کینشاسا کي د کودتا دغه هڅه، د په خټه کانگويي او «امریکايي تبعه» کریستیان مالانگا په مشرۍ سوې وه. د کانگو د دیموکراتيک جمهوریت دغه جنرال زیاتوي: «مالانگا په«یقیني ډول» د امنیتي ځواکونو له خوا وژل سوی دی.»

څلور وژل سوي او ډېر نور نیول سوي دي

د ایکینگه په حواله دغه ډله له «څو اتباعو» جوړه سوې وه. د پوځ دغه ویاند وویل: «موږ همدارنگه یو بریتانوی تبعه درلود چي د ډلې دوهم کس وو.» همدارنگه د مالانگا زوی مارسیل مالانگا، هم د هغوی په ډله کي شامل وو.

ایکینگه ټینگار وکړ: «څه ناڅه ۴۰ بریدکوونکي نیول سوي دي او د کریستيان مالانگا په ګډون څلور کسان وژل سوي دي. دغي ډلې هڅه کوله چي «پر تاسیساتو حمله وکړي.»

DR Kongo | Putschversuch | Vital Kamerhe
د اقتصاد وزیر ویتال کامیرههانځور: Arsene Mpiana/AFP

ویل کیږي چي کودتاچیانو په اول سر کي غوښتل د لومړي وزير یودیت سومینوا او د دفاع وزیر یین پیري بیمبا، پر کورونو برید وکړي. خو هغوی ونه سوای کولای د دغو چارواکو کورونه پيدا کړي، نو ځکه یې د اقتصاد د وزیر ویتال کامیرهه، پرکور برید وکړ.

د هغه کور د ملت له ماڼۍ څخه چي دولتي مشر فیلیکس تشیسکیدي پکښي ناست دی، دومره لیري نه وو. د اقتصادي چارو وزیر کامیرهه، او د هغه کورنۍ په دغه برید کي ټپیان سوي نه دي، خو ویل کیږي چي دوه پولیس چي پر يادي ودانۍ یې څارنه کوله، وژل سوي دي.

افریقايي ټولنه سخته اندېښمنه ده

افریقايي اتحادیې (AU) څرگنده کړې ده چي هغوی دغه پېښه په «سختې اندیښنې» سره تعقیبوي. د نوموړي ټولني په یوه بیان کي راغلي دي چي د افریقايي ټولني د کمېسیون مشر موسی فاکي مهامیت «پر دغي کودتا سخت انتقاد وکړ او د دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا د حالت د کنترول  هرکلی يې وکړ.» 

د کانگو په دیموکراتيک جمهوریت کي د امریکا متحدهایالاتو سفیري لوسي تاملین، هم د هغو امریکايي اتباعو په هکله اندېښنه وښوده چي گواکي د کانگو د چارواکو په وړاندي د کودتا په دغه هڅه کي ښکیل ول.« تاملین په ایکس پاڼه کي ژمنه وکړه چي: «سفارت له چارواکو سره په همږغۍ کی دی.»

د کانگو په دیموکراتیک جمهوریت کي ولسمشر فیلیکس تشیسکیدي د دسمبر مياشتي په پای کي د څه د پاسه ۷۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د دوهم ځل له پاره وټاکل سو. خو تر دغو انتخاباتو شاوخوا پنځه میاشتي وروسته لا نوموړي حکومت نه دی جوړ کړی. د اقتصاد وزیر، ویتال کامیرهه د اپریل پر ۲۳ مه د ملي شورا د کاندیدۍ له پاره ونومول سو، کومه چي د کانگو د پارلمان اولسي جرگه ده.   

GP/NZ/DW.Online