1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين داغستان ته بل جمهور رئيس ټاکلی دئ

۱۳۹۱ بهمن ۱۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/17TPY

دقفقاز په جمهوریت داغستان (داگستان) کښي د ناآرامیو له کبله د روسیې جمهوررئيس ولاد یمیر پوتین د دغي سیمي جمهوررئيس تبدیل کړی دی. انټر فکس خبري آژانس د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، چي محمد سلام محمدوف به د پوتین د مشاور په حیث تعین او په عوض کي به یې د پارلمان وکیل رمضان عبدالطیفوف د داغستان د جمهور رئيس په توگه وټاکل سي. محمد سلام له۲۰۱۰ کال راهیسي د داغستان جمهور رئيس وو. د دې دمخه د ده پلار۱۶کاله د دغه جمهوریت واکمن وو. په تیرو څو کلو کښي داغستان د اسلامي تندلارو په مرکز بدل سوی دی او پکښې پرله پسې او منظمي ترهګري حملې تر سره کیږي. داغستان د روسیې د جنوب د سوچي د ښار په۵۵۰ کیلومترۍ کي پروت دی، چي په ۲۰۱۴ کال کښي د المپيک ژمنۍ لوبي دایریږي.